Oct 13, 2019 14:42 Asia/Kabul
  • د مذهبونو او د دینونونو پوهنتون د نړۍ له څه دپاسه اویا (۷۰) معتبرو پوهنتونونو سره ملګرتیا لري .
    د مذهبونو او د دینونونو پوهنتون د نړۍ له څه دپاسه اویا (۷۰) معتبرو پوهنتونونو سره ملګرتیا لري .

زمونږ خبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د اسلامی امت په وحدت او له غیر ضروری ټکرونو په لیرې توب ټینګار وکړ .

جواد ظریف نن  د تهران په جنوب کښې د قم ښار  مذهبونونو او د دینو د پوهنتون د نوی تحصیلی کال د پیلیدا په مناسبت وویل په اوسنیو حالاتو کښې یوشمیر متعصبو جاهلانو د اسلام په نوم تاوتریخوالی او سرزورۍ سره د اسلام رښتیونی څیره داغی کړی ده او باید د دغو اعتقاداتو له جرړو سره مبارزه وکړو .

د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف زیاته کړه هر څومره چې د اسلامی امت ترمینځ وحدت زیات شی نو په هماغه اندازه به د زور ویونکو په وړاندې د اسلامی امت د قدرت د ښودلو لپاره بې شمیره فرصتونه رامینځته شی .

هغه دغه راز  د نورو  مذهبونونو او دینونو عقایدو او تفکراتو ته په احترام ټینګار سره وویل د اسلامی عزت یوه (۱)ځانګړتیا له ټولو اختلافاتو سره سره د اسلامی مذهبونو نږدې کیدل وی ځکه چې د اسلامی مذهبونو د نږدې کولو هدف د عقیدو یوشان کیدل نه دی .

د مذهبونو او د دینونونو پوهنتون د نړۍ له څه دپاسه اویا (۷۰) معتبرو پوهنتونونو سره ملګرتیا لری او د ارتباط او د خبرو اترو له لارې د مذهبی تاوتریخوالو د کمولو لپاره یې مناسب موقعیت رامینځته کړی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه