Oct 13, 2019 16:34 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دغه راز د کشمیر له خلکو د ایران دحکومت دملاتړونو قدرونه وکړه .
    د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دغه راز د کشمیر له خلکو د ایران دحکومت دملاتړونو قدرونه وکړه .

زمونږ خبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی وویل پاکستان او ایران باوری دی چې دسیمې مسائیل باید د هیوادونو ترمینځ د خبرو اترو له لارې حل شی .

د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی په تهران کښې د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره په ګډ خبری کانفرنس کښې وویل دواړو لورو په دغه غونډې کښې د فارس خلیج د حساسې سیمې په امنیت ټینګار وکړ او د سیمې د مسائیلو د حل کلید یې دیمن د جنګ ختمیدل او هلته سمدستی د اوربند ټینګیدل وبلل .

ولسمشر حسن روحانی د ایران دخلکو پرضد د امریکا بایکاټونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل دواړو لورو په دغه خبری کانفرنس کښې د ایران دملت پرضد د امریکا بایکاټونه اقتصادی ترهګرۍ وبلله او ویې ویل چې ددغه مسلې دحل لپاره امریکا باید اټومی تړون ته ورستنه شی او بایکاټونه لغوه کړی .

دپاکستان لومړی وزیر عمران خان هم په دغه  خبری غونډه کښې تهران ته د خپل سفر علت په سیمه کښې د نوی جنګ او دتاوتریخوالی مخنیوی وباله او ویې ویل پاکستان په تیرو پینځلسو (۱۵) کلونو کښې له نښتو ډیر کړیدلی دی او له ترهګرۍ سره په جنګ کښې یې اویا زره(۷۰۰۰۰) کسان وژل شوی دی .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان دغه راز د کشمیر له خلکو د ایران دحکومت دملاتړونو قدرونه وکړه .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ټاکل شوی ده چې په دغه یوه (۱) ورځنی سفر کښې د ایران داسلامی انقلاب له معظم لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای سره هم کتنه اوخبرې وکړی .

Image Caption

 

Image Caption

 

ټیګونه

کمنټونه