Oct 14, 2019 11:44 Asia/Kabul
  • د ایران د تلې د ۲۲ نیټې ځینې مطبوعات

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې خبرې ټینګار سره چې د ایران اسلامی جمهوریت د هیڅ جنګ پیلونکی نه دی جوته کړه البته که کوم هیواد د ایران په مقابل کښې د جنګ پیلونکی ووسی بې شکه پښیمانه به شی .

 جمهوری اسلامی

د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د رهبرۍ له ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای سره د پاکستان د لومړی وزیر کتنې ته پراخ انعکاس ورکړی دی . ورځپاڼه په دې هکله لیکی چی د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي  په تهران کښې د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان او ورسره پلاوی سره په کتنې  کښې د تهران او د اسلام  اباد اړیکې ډیرې ژورې او ولسی وبللې او د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د زیاتولو لپاره له دغه زمینې څخه د استفادې پرضرورت یې ټینګار وکړ .

د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د پاکستان او دایران د دووملتونو د نږدې او د ولسی ژورو اړیکو بیلګو ته په اشارې سره وویل پاکستان ته د ایران د اسلامی جمهوریت کتنه په ګاونډ کښې یوه ورور ته کتنه ده .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود زیاته کړه ددغه بې بدیله فرصت په وجه د پاکستان او دایران اړیکې باید له موجوده حالت څه ډیرې ښې او تودې ووسی او د سرحدونو امنیت پیاوړی شی او د ګازو د نل لیکې په شان ځنډیدل شوی پلانونه او پروګرامونه بشپړه شی .

ایت الله خامنه ای د سولې او د امنیت د ټینګیدا په هکله د پاکستان دحکومت د اندیښنې په ستایلو سره د لویدیځې اسیا سیمه ډیره حساسه او مهمه وبلله او د پیښې په رامینځته کیدا د ټولو هیوادونو په ځیرتیا ټینګار سره په یمن کښې د جنګ له رامینځته کولو او د خلکو د وینې له تویولو او په عراق او سوریې کښې له ترهګرو ډلو په ملاتړ کښې د سیمې دځینو عربو هیوادونو په ورانونکی رول خواشینۍ څرګنده کړه .

هغو وویل مونږ له دغو عربو  هیوادونو سره د دښمنۍ انګیزه نلرو خو دغه هیوادونه د امریکا تر ارادې لاندې دی او د ایران داسلامی جمهوریت پرضد د امریکا د غوښتنې په لړ کښې عمل کوی .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې خبرې ټینګار سره چې د ایران اسلامی جمهوریت د هیڅ جنګ پیلونکی نه دی جوته کړه البته که کوم هیواد د ایران په مقابل کښې د جنګ پیلونکی ووسی بې شکه پښیمانه به شی .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم په دغه کتنې کښې ایران او پاکستان دوه وړونه هیوادونه وبلل او ویې ویل د تهران او د اسلام اباد ملګرتیاوې باید پراخې شی او  مونږ له ایران سره په اړیکو ځانګړی حساب خلاص کړی دی ځکه چې ایران په تجارتی حوزه کښې یومهم شریک ګڼو .

د سوریې په شمال په یوه زندان د ترکیې د پوځ په حمله پسې په سلګونو داعشی زندانیان وتښتیدل .

د پاکستان لومړی وزیر د اسلامی ایران له ولسمشر ښاغلی روحانی سره په کتنه کی وویل باید ایران او عربستان ترمینځ هیڅ ډول نښته رامینځته نشی ، ځکه چی باوری یو د خبرو اترو له لارې اختلافات اواریدلې شی .

همشهری

د رهبرۍ ستر مقام وفرمایل په امام حسین  ع  په تکیې سره د امریکا په وړاندې نه تسلیمیږو. د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د امام حسین علیه السلام پوهنتون د محصیلینو په ټول کښې په ایران اوبهر کښې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران دعزت یادونه وکړه او زیاته یې کړه امریکا هم له سپاه پاسداران سره په خپلې دښمنۍ او له غوسې ډکې څیرې  سره د سپاه پاسداران  عزت نور هم پسې زیات کړ .

هغه حضرت د قدرت د نرم اوزارواو سخت اوزارود ټولو اړخونو د سمبالتیا په ضرورت  په ټینګار سره د اربعین لاریون د حقیقی قدرت نښه وبلله او زیاته یې کړه د عراق کربلا ته دحرکت په لاره کښې د میلیونونو زیارتوالو ستره اجتماع د اسلام او د اسلامی مقاومت جبهې ته بیا ځلا ورکوی .

حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په حسینی اربعین کښې  د بیلابیلو هیوادونو ، داسلام او دمسلمانانو دبیلابیلو  فرقو او حتی د ځینو نورو دینونو د پیروانو ستر لاریون د نن ورځې د بشریت له شور ماشور د ډکې دنیا او د تبلیغاتو په پیچلی نړۍ کښې بې ساری فریاد او رسنۍ وبلله او زیاته یې کړه د الحسین یجمعنا له معنا ډک شعار یو سوچه حقیقت دی ځکه چې امام حسین علیه السلام دغه بې ساری لاریون پیل کړی او ټول خلک یې دمعنویت او د پتیالیتوب د سرچینې په لور په حرکت کښې راوستی دی .

د  ایران  داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په دې خبرې سره چې نن سبا د کفر جبهه ، صهیونیزم او د امریکا د ملتونو د وینې په څښلو ، د  جنګ په  رامینځته کولو او نورو غمیزو سره له ملتونو سره په ظلم او ستم سره چلند کوی ډاګینه کړه امام حسین علیه السلام له ظلم او ظالم سره په مقابلې کښې د دندې ترسره کول د خپل پاڅون او حرکت علت اعلانوی او د ایران اسلامی جمهوریت هم په همدې اساس په دغه دندې عمل کول خپله وظیفه او دنده ګڼی او په هرحال کښې به ورباندې عمل وکړی .

هغه حضرت زیاته کړه ځوانان باید پوه شی چې دهغوې فکر او ذهن به ددښمن لومړی هدف وی پر دې اساس په ایمان او قدرت سره د  دښمانانو د چلولونو په مقابل کښې ودریږئ .

د ایران ولسمشر ښاغلی روحانی  د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان  سره په کتنې کښې وویل په سیمه کښې د پایداره ثبات ، امنیت او د پراختیا یوازنۍ لاره د سیمې د هیوادونو ترمنځ خبرې اترې او ملګرتیا ده

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ویلی دی ، ټرمپ له ما غوښتی دی له ایران سره د خبرو اترو اسانونکې شم .

په جاپان کی په یوه سخت  توپان کې ۲۶ کسان مړه او ۱۸ هم بی درکه شوی دی .

د کرد ملیشاو قوماندان له سی این این سره په خبرو کی ویلی دی چی امریکا مونږه یوازې پریښودو چی ووژل شو .

د سوریې پوځ په درندو تجهیزاتو سره د دغه هیواد په شمال کی منبج ته د ورداخلیدو لپاره چمتو کیږی .

چین  امریکا او بلوګرو ته په بی ساری خبردارې ورکړې دی او وایی  د هغه چا هډوکی به مات کړو چی د چین د ویشلو هڅه وکړی .

ټرمپ اعتراف کړی دی چی مینځنې ختیځ عراق ته زمونږ له ورتګه مخکې امن وو .

اسراییلو لویدیځې غاړې ته د ورتګ لپاره د عربستان د فوټبال ملی ټیم ته ځانګړې مجور ورکړ .

د عربی اتحادیې خارجه وزیرانو د سوریې په نسبت د خپلو تیرو څو کلونو له غلیمانه دریځه په ښکاره شاتګ سره عربی اتحادیې ته د سوریې  د ستنیدا غوښتنه وکړه .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه