Oct 14, 2019 16:07 Asia/Kabul
  • د پاکستان د وزيراعظم په کتنه کښې د معظم رهبر بيانات

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي د پاکستان د وزيراعظم عمران خان او ورسره د پلاوي په کتنه کښې د ايران او پاکستان تعلقات ډېر ژور او ولسي وبلل.

 

دوي په دغه کتنه کښې چې پرون مازيګر اوشوه ، د صلحې او امنيت د ټينګښت په اړه د پاکستان د حکومت د اندېښنې په ستائنې سره د اېشيا لويديځه سيمه ډېره حساسه او مهمه وبلله او د څه پېښې د  رامنځته کېدو په اړه د ټولو په خيال ساتنې او بېدارۍ باندې يې په تاکيد سره په عراق او سوريې کښې له ترهه ګرو ډلو څخه په ملاتړ او په يمن کښې د جنګ په رامنځته کولو او د وينې په بهېدلو کښې د سيمې د ځينو هېوادونو په تخريبي کردار د افسوس څرګندونه وکړه.

په سيمه کښې د وروستيو څو کلونو واقعات او د امريکې، سعودي او صهيونېسټ رژيم تر ملاتړ لاندې د داعش او نورو ترهه ګرو ډلو جنايتونو او همدارنګ د يمن په خلاف ظالمانه جنګ ته يوه کتنه ښودنه کوي چې ناامني او جنګ جوړونه د سيمې د ملتونو لپاره له ويجاړۍ، د ښځو او ماشومانو له قتل عام، کډوالۍ او زيانونو نه بغېر څه نتيجه نه ده لرلې. البته د دغو ناامنيو خاتمه د هغو خواو له ارادې سره تړاو لري چې دغو تاوتريخوالو ته لمن وهي او په نيابتي جنګونو او بحران جوړولو سره يې په سيمه کښې د پرديو د مداخلتونو لاره برابره کړې ده.

ايران او پاکستان باوري دي چې د سيمې مسائل پکار دي د هېوادونو ترمېنځ د خبرو اترو له لارې هوار شي. عمران خان په دې ټکي باندې په تاکيد سره تهران ته د خپل سفر يو مقصد په سيمه کښې د تاوتريخوالي د کمولو لپاره خبرې اترې وبللې. د ايران اسلامي جمهوريت په ښه ګاونډيتوب او په سيمه کښې د ډله ايز امنيت او ثبات د ساتلو لپاره د ټولو ګاونډيانو په ملګرتيا سره په هلوځلو باوري دے او په دې لړ کښې يې د فارس خليج د سيمې د امنيت او همدارنګ د يمن د جنګ د ختمولو په اړه يو لړ منصوبې وړاندې کړې دي.

په دې اړه يوه منصوبه په دې ټکو مشتمله وه: په يمن کښې ډزبندي، د انساندوستانه مرستو لېږل، يمني – يمني خبرې اترې او په دغه هېواد کښې د پراخ بنسټه حکومت جوړول. د ايران اسلامي جمهوريت اوس هم چمتو دے چې له متعلقو ګټه لرونکو ټولو خواو سره د صلحې د دغه پروګرام د عملي کولو لپاره په معنا لرونکو خبرو اترو کښې برخه واخلي.

د پاکستان د وزيراعظم په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وېنا په همدې لړ کښې واضحه او لارخلاصونکې ده. دوي د دې ټکي په يادولو سره چې د ايران اسلامي جمهوريت مودې مخکښې په يمن کښې د جنګ د ختمولو لپاره يوه څلور ماده ايزه منصوبه وړاندې کړې وه زياته کړه، که دغه جنګ په ښۀ ډول خاتمه ومومي نو په سيمه کښې يو لړ مثبت اثرات لرلې شي.

معظم رهبر همدارنګ واضحه کړه چې مونږ له دغو هېوادونو سره د دښمنۍ لپاره څه انګېزه نه لروو خو هغوي د امريکې تر ارادې لاندې دي او د امريکې په غوښتنه د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف عمل کوي.

هم هغه ډول چې معظم رهبر وښودله چې د ايران اسلامي جمهوريت د هيڅ يو جنګ شروع کونکے نه ؤ او نه دے، البته که څوک د ايران په مقابل کښې د جنګ شروع کونکے شي نو بې له شکه به پښېمانه شي.

څرګنده ده چې د اسلامي جمهوريت سياست له تاوتريخوالي او فوځي مقابلې څخه د لرې والي په ستنو ولاړ دے. ايران باوري دے چې د سيمې د مشکلاتو هوارے له روغ نيت او د سيمه ايزو تعلقاتو له پراختيا او امنيت له رامنځته کولو سره ملو خبرو اترو ته ضرورت لري. په همدې بنياد دي چې د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ډاکټر حسن روحاني هم د پاکستان له وزيراعظم سره په ګډ اخباري کانفرنس کښې د سيمې د امنيت په اړه د دواړو خواو د نظر د يووالي خبره وکړه او تاکيد يې وکړ چې تهران او اسلام اباد د يمن د جنګ خاتمه او فوري ډزبندي د سيمې د مسائلود هواري کنجي بولي. د پاکستان وزيراعظم په دې اړه وويل، په يمن کښې ډزبندي په سيمه کښې د صلحې د ټينګښت، د تاوتريخوالي د ختمېدو او د دوو اړخيزو او څو اړخيزو خبرو اترو د بهير يوه شروع کېدې شي.

هغه څه چې مسلم دي له دغو حالاتو څخه د تېرېدو لپاره يوازېنۍ منطقي لاره د يمن تيرګر جنګ ته خاتمه ورکول او د صلحې لپاره خبرو اترو او ملګرتياو ته مخه کول دي. له دې نظره تهران ته په خپل سفر کښې د پاکستان د وزيراعظم خبرې اترې او په تېره بيا هغه مهم ټکي چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر د سيمې د مسائلو په اړه بيان کړل، د تاوتريخوالو او ناامنيو د علتونو د پېژندلو او همدارنګ په سيمه کښې پائېدارې صلحې او امنيت ته د رسېدو د لارې د موندلو لپاره يو سټراټيجک اهميت لري.

-----------

 

ټیګونه

کمنټونه