Oct 15, 2019 05:27 Asia/Kabul
  • سلګونه افغان محصلین د ایران د طبي علومو په پوهنتونونو کښې زده کړې کوي

د ایران د روغتیا وزیر د هیواد په میډیکل کالجونو کښې د افغانستان د شپږو سوو محصلینو د تحصیل خبر ورکړ.

د ایرنا د خبر له مخې سعید نمکي پرون د افغانستان د روغتیا وزیر په کتنه کښې چې د ختیځې مدیترانه د روغتیا وزیرانو په شپږ شپیتمه غونډه کښې د ګډون لپاره تهران ته راغلی دی، زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د روغتیا له برخې سره نزدې اړیکه او تړاؤ لري او تراوسه یې د افغانستان د حکومت په ملګرتیا سره په دغه هیواد کښې څو وارې د ماشومانو د ګوذڼ (پولیو) د مخنیوي واکسینیشن مدیریت او اجرا کړی دی.

د ایران د روغتیا وزیر به دې خبرې سره چې د ایران د اړتیا وړ تقریباً ۹۷ فیصده درمل په هیواد کښې دننه تولیدیږي، وویل: د درملو په برخه کښې هم له افغانستان سره پراخې ملګرتیا ته تیار یو.

د افغانستان د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز هم په دغه کتنه کښې د روغتیا او درملنې په برخه کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیا د پراختیا په هرکلي سره، د ویکسینو د جوړونې او د روزنې او تحقیقاتو په برخه کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیا له زیاتیدو خوښي څرګنده کړه.

د ویلو ده چې د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانه سیمې د روغتیا وزیرانو ۶۶ غونډه د سیمې د ۲۱ هیوادونو د وزیرانو او استازو په شتون سره د روانې اکتوبر میاشتې له ۱۴ نه تر ۱۷ نیټې پورې په تهران کښې روانه ده.

 

ټیګونه

کمنټونه