Oct 15, 2019 07:39 Asia/Kabul
  • ولسمشر حسن روحانی
    ولسمشر حسن روحانی

ولسمشر روحاني: د ایران د اسلامي جمهوریت د تاواني کولو لپاره د امریکې، صهیونیزم او د هغوي د سیمه ایزو انډیوالانو دسیسې له ماتې سره مخامخ شوې دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په دې خبرې سره چې ایران په هوښیارۍ، مقاومت او دریدنې سره له کړکیچن ډوله حالاتو تیر شوی دی، زیاته کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت د تاواني کولو لپاره د امریکې، صهیونیزم او د هغوي د سیمه ایزو انډیوالانو دسیسې له ماتې سره مخامخ شوې دي.

ولسمشر حسن روحاني پرون مازیګر په تهران کښې له کورنیو او نړیوالو خبریالانو سره په خبري غونډه کښې، دې ټکي ته په اشارې سره چې په ایټمي موافقه کښې امریکا د کورنیو تندلارو، صهیونیسټي رژيم او سعودي عربستان د دباؤنو په وجه له برجامه ووتله، څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت تراوسه په برجام کښې د خپلو ژمنو د کمولو درې ګامونه اجرايي کړې دي او که د ایټمي موافقې مقابل لوري خپلې ژمنې پوره نه کړي نو د ایران د ژمنو د کمولو ورپسې ګامونه به هم پورته او اجرايي شي.

د ایران ولسمشر څرګنده کړه: که د اسلامي ایران خلاف غیرقانوني بندیزونه ختم شي او د ۵+۱ ډلې د خبرواترو حالات برابر شي نو تهران به له هر هیواد سره خبرواترو ته تیار وي.

ښاغلي روحاني هم داشان په دې خبرې سره چې د سیمې مسائل باید د سیمې د هیوادونو له خوا هوار شي، ټینګار وکړ چې د سیمې او نړۍ ټول هیوادونه دې پوه شي چې په سیمه کښې د ناامنۍ رامینځته کول د ایران د اسلامي جمهویت خلاف د دباؤ په معنا نه دي بلکې په نړیوال امنیت او اقتصاد باندې دباؤ دي.

د ایران ولسمشر د تیرې جمعې په ورځ د عربستان سواحلو ته نزدې د یوې تیل وړونکې ایراني کشتۍ ویشتل کیدو ته په اشارې سره وویل: جوته ده چې یو رژیم دغه کار د ځینو هیوادونو په مرستې سره کړی دی  او هر هیواد چې دغه کار کړی، باید د پایلو په تمه دې ووسي.

ولسمشر روحاني هم داشان د سوریې په شمال کښې د روان بهیر د دوام د مخنیوي لپاره د ایران د تابیاؤ په هکله وویل: د ترکیې د امنیت حل لاره او د هغې د اندیښنو ختمول د سوریې په شمال کښې د دغه هیواد د پوځ شتون دی خو د سوریې خاورې ته د ترکیې ورننوتل ښه پیښه نه ده او پکار دي چې د آستانه بهیر د دوام لپاره کوشش وشي.

 

ټیګونه

کمنټونه