د ایراني ولس د خوراکی او درملیزو موادو بایکاټول د امریکالپاره ستر پیغور دی
د اسلامی ایران ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې په سختو شرائطو کې خپل ګاونډیان نه هیروو،ووئیل،اسلامی ایران د روغتیائی چارو او درملنې د تامینولو لپاره تل د عراق او سورئې د ولسونو ترڅنګ ولاړ دی .
زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی نن په تهران کې د روغتیا دنړیوالې ادارې د ختیځې مدیترانې سیمې د روغتیائی چارو د وزیرانو په شپږشپیتمې غونډې کې په دې خبرې په ټینګار سره چې امریکا انسانی ضد جنایتونه کړی او داقتصادی ترهه ګرۍ اقدامات کړی دی ، زیاته کړې ،ایرانی پوهان ،څیړاند ، ټیکداران او تولیدونکی د بې انصافه بندیزونو اوبې مخینې اقتصادی دباؤنو سره سره په بشپړ ډ ول په ځان د بسیاینې په لور حرکت کوی .

ډاکټر روحانی په دې په ټینګار سره چې درې اتیا میلیون ایرانیان به د امریکا جنایتونه هیر نه کړی ، ووئیل ، امریکابه ددغه ډګر ماته خوړونکی وی او د سیاست ، اخلاقو او انسانیّت په دنیا کې ایران بریالی او امریکا هم ماته خوړلی هیواد دی .
د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې جنګ او ترهه ګری د ټولنې د سلامتیا د له مینځه وړلو عامل دی ، ووئیل ، په یمن ، سورئې ،عراق او افغانستان کې د پوځی جنایتونو او نیواک معنا دا ده چې په دغو سیمو کې به خلک له ډیرو مشکلاتو اوترینګلتیاؤ سره لاس اوګریوان وی ا و د ولس سلامتیا ګواښل کیږی .
د اسلامی ایران ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې په سختو شرائطو کې خپل ګاونډیان نه هیروو ، ووئیل ، اسلامی ایران د روغتیائی چارو او درملنې د تامینولو لپاره تل د عراق او سورئې د ولسونو ترڅنګ ولاړ دی .د اسلامی ایران ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې اسلامی ایران د وحشی صهیونیسټی رژیم د جنایتونو او تیریو په مقابل کې د فلسطین د مطلوم ملت تر څنګ ولاړ دی ، ووئیل ایران همداراز د یمن له ولس سره د درملیزو اوخوراکی موادو د تامین له نظره مرسته کوی او دا کار یو ویاړ ګڼی.
