Oct 17, 2019 17:49 Asia/Kabul
  • د اجتماعي چارو په برخه کښې د نړيوالې ملګرتيا لپاره د ايران چمتووالے

د ايران د اجتماعي چارو د ادارې عامل مدير وويل، د اجتماعي چارو د نړيوالې اتحاديې له غړيو هېوادونو سره د اجتماعي چارو په مختلفو برخو کښې د ايران د تجربو د تبادلې او د نړيوالې ملګرتيا امکان موجود دے.

د ايرنا د رپوټ له مخې مصفطی سالاري د بلجيم په پائتخت بروکسل کښې د اجتماعي چارو د نړيوالې اتحاديې له عمومي سېکتر مارسلو کاتانو سره په کتنه کښې په پينځه شپېته کلن لرغونتوب سره د ايران د اجتماعي چارو د ادارې د تشکيل د تاريخچې په بيانولو سره د دغې ادارې تر مديريت لاندې د بيمې ، علاج معالجې ، پانګونې، خدماتو او سهولياتو د برخو کارکردګي تشريح کړه.

مارسلو کاتانو هم په دغه کتنه کښې د ادارتي ودې لپاره د کلکې ارادې د لرلو په وجه د ايران د اسلامي جمهوريت د اجتماعي چارو له ادارې څخه قدرونه وکړه.

 

ټیګونه

کمنټونه