Oct 18, 2019 15:39 Asia/Kabul
  • د اربعین عظیم  لاریون د دښمنانو په کابوس بدل شوی دی

ښاغلی حاج علی اکبری ټینګار وکړ حسینی اربعین د نړیوال استکبار په ځوړتیا کی یو ډیر عظیم حرکت دی

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د حسینی (ع) اربعین لاریون د دښمنانو په وړاندی د نړۍ د ازادی غواړو صف تړل وبلل او ویې ویل اربعین د دښمنانو په خپسکې بدل شوی دی .

حجت الاسلام محمد جواد حاج علی اکبری د تهران د جمعې لمانځّ په خطبو کی د حسینی اربعین د درستورو په پرتمینه ترسره کولو کی د عراقی اولس او حکومت د هلو ځلو په قدرونې سره زیاته کړه کله چی دیرش میلیونه خلک د اربعین په لاریون کی د لبیک یا حسین (ع) شعار ورکوی نو دا اقدام مستکبران لړزوی .

ښاغلی حاج علی اکبری ټینګار وکړ حسینی اربعین د نړیوال استکبار په ځوړتیا کی یو ډیر عظیم حرکت دی .

Image Caption

 

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د دې خبرې په کولو سره چی د حسینی ع اربعین منطق به اسلام بریالی کړی وویل د حسینی ع اربعین منطق ، مقاومت ، هیله ، نه ستړی کیدونکی دریدا ، هر اړخیزه فتح ، له دښمن سره پولې ټاکل ، نه ویریده او له انسانانو سره عاشقانه مهربانی دې .

د ۱۴۴۱ هجری قمری کال د صفرې په شلمه چی د ۲۰۱۹ میلادی کال د اکتوبر له ۱۹ نیټې سره سمون خوری  ، د کربلا په دښته کی د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه سلام او د هغه حضرت دوفادارو یارانو د شهادت څلویښتی ورځ ده .

ګن شمیر مسلمانان او د نورو الهی دینونو پیروان اربعین ته په پاتې څو ورځو کی  له نجف اشرف تر کربلا د کابو اتیاکلومیټرۍ لارې په پلی تګ سره  ځانونه په کربلای معلی کی د حضرت امام حسین علیه سلام سپیڅلی قبر ته رسوی .

Image Caption

 

د عراقی سرچینو د رسمی شمیرنو په اساس  تیر کال د حسینی اربعین په پلی تګ کی کابو څوارلس میلیونه کسانو ګډون کړی وو .

د حسینی اربعین دستورې په نړۍ کی د انسانانو تر ټولو ستره اجتماع بلل کیږی .

 

 

ټیګونه

کمنټونه