Oct 21, 2019 15:46 Asia/Kabul
  •  ایران د برجامي ژمنو د کمولو د څلورم ګام پورته کولو ته چمتو دی

د ایران د خارجه وزارت ویاند د ایټمي موافقې د ژمنو د کمولو د څلورم ګام پورته کولو ته د تهران د چمتووالي خبر ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي نن له کورنیو او بهرنیو خبریالانو سره په خبري غونډه کښې د برجامي ژمنو د کمولو د څلورم ګام په اجرا پورې د اړوندو وروستیو بدلونونو په هکله وویل: څلورم ګام پلان شوی او ایران یې اجرا کولو ته تیار دی.

موسوي په عین حال کښې هیله وښودله چې په ایټمي موافقه کښې پاتې هیوادونه پر خپلو ژمنو عمل وکړي څو د ایران له خوا د برجامي ژمنو د کمولو د څلورم ګام اجرا کولو ته ضرورت پاتې نه شي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د برجام د ساتنې لپاره د فرانسې او جاپان د ۱۸ میلیارډ ډالریزې طرحې په هکله هم وویل: دا هم هغه طرحه وه چې فرانسویان ورپسې وو او تر یو حده یې پر مخ هم بوتله خو له دې امله چې باید له یو بل هیواده یې اجازه اخیستې وی، تراوسه بې نتیجې پاتې ده.

موسوي هم داشان په لبنان کښې وروستیو ناکراریو ته په اشارې سره وویل: ایران د هیوادونو په کورنیو چارو کښې دخالت نه کوي او هیله مند دی چې د ټولو ډلو او ګوندونو په ملګرتیا سره لبنان ته ارامښت ورستون شي.

هغه د سوریې په خاوره کښې د پوځي اډې جوړولو لپاره د ترکیې د هلوځلو په هکله هم وویل: ترکان په خپله پوله کښې اډه لرلی شي خو د سوریې په خاوره کښې د اډې جوړول د منلو وړ نه دي او د ملګرو ملتو په یو غړي خپلواکه هیواد باندې تیری ګڼل کیږي.

موسوي د افغانستان د انتخاباتو د وروستیو بدلونونو په هکله هم وویل: ایران له یو موټي افغانستانه او د دغه هیواد له قانوني حکومته ملاتړ کوي او باوري دی چې ټولې افغانستاني ډلې باید په هیواد کښې شریکې وي او د دې مسئلې لاره د بهرني لوري له لاسوهنې پرته خبرې اترې دي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند د دښمن یوې رسندوي مهرې او د (آمد نیوز) دښمن خبري سایټ د مشر روح ا... زم نیول کیدو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: زم له جاسوي او ورانکارو سازمانونو سره اړیکه دلودله او په دې خبره یې په ډاګه اعتراف هم کړی دی.

 

ټیګونه

کمنټونه