Oct 21, 2019 16:36 Asia/Kabul
  • څواړخیز پالنه په یو ضرورت بدله شوې ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې څواړخیز پالنه په نړیواله ټولنه کښې په یو ضرورت بدله شوې ده وویل: یواړخیز پالنه په ماتې محکومه ده.

د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف په تهران کښې (یواړخیز پالنه او نړیوال حقوق) نومې نړیوالې غونډې کښې زیاته کړه: حکومتونه دې نتیجې ته رسیدلې دي چې نه خپلې ستونزې په یوازې سر هوارولی شي او نه په یوازې سر د نورو د زیانمنونکو اقداماتو مخه نیوی شي په دې وجه یې څواړخیز پالنې ته مخه کړې ده.

ظریف په دې خبرې سره چې په روانو حالاتو کښې څواړخیز پالنې ته له مخکښې نه زیات ضرورت دی، څرګنده کړه: حکومتونه نه شي کولی چې د نړۍ لپاره په یواړخیزه توګه فیصله وکړي ځکه چې حکومتونو په نړیوالو فیصلو باندې خپل انحصار له لاسه ورکړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر (بې له لویدیځه نړۍ) عبارت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: بې لویدیځه نړۍ د دې حقیقت په معنا ده چې نه ټولې پیښې په لویدیځ کښې رامینځته کیږي او نه لویدیځ کوی شي چې د نړیوالو بدلونونو لپاره پریکړه وکړي.

ظریف هم داشان د امنیت د تامینولو لپاره د امریکې پوځي لګښتونو ته په اشارې سره زیاته کړه: د امریکې حکومت د ستمبر د یوولسمې له پیښې وروسته میلیارډونه ډالر په پوځي برخې ولګول خو لاهم نه ده توانیدلې چې د خپلو ښاریزو امنیت تامین کړي.

د ایران خارجه وزیر ټینګار وکړ، هیڅ حکومت په یوازې سر خپلې ګټې نه شي تامینولی او نه د خطرونو مخه نیولی شي.

د ویلو ده چې (یواړخیز پالنه او نړیوال حقوق) نومې وړومبنۍ غونډه نن د یوشمیر ایراني او بهرنیو کارپوهانو په شتون سره د تهران په طباطبايي پوهنتون کښې ترسره شوه.

 

ټیګونه

کمنټونه