Oct 22, 2019 05:20 Asia/Kabul
  • تهران د یمن د جنګ د ختمولو لپاره د هر نوښت هرکلی کوي

ظریف: د ایران اسلامي جمهوریت تل د یمن د ولس ترڅنګ ولاړ دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې تهران د یمن د جنګ د خاتمې لپاره د عمل د هر نوښت هرکلی کوي، ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت تل د یمن د ولس ترڅنګ ولاړ دی.

محمد جواد ظریف له المسیره خبري سایټ سره په هغه مرکه کښې چې پرون خپره شوه، څرګنده کړه: د یمن د وضعیت په هکله د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره رابطې روانې دي او د ایران اسلامي جمهوریت به په یمن کښې د جنګ د ختمولو په لړ کښې له هر اقدام سره پوره ملګرتیا وکړي.

ظریف هم داشان د حالاتو د برابریدو په صورت کښې د اختالاتو د هواري په موخه عربستان ته د سفر لپاره د خپل چمتووالي خبر ورکړ.

 

ټیګونه

کمنټونه