Oct 22, 2019 12:24 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله غورځنګ په تفکر او ملي ګټو ته په پام کولو سره د خلکو غوښتنې په حقه ګڼي او د حکومت دنسکوریدا مخالف دی .
    د لبنان حزب الله غورځنګ په تفکر او ملي ګټو ته په پام کولو سره د خلکو غوښتنې په حقه ګڼي او د حکومت دنسکوریدا مخالف دی .

د تهران راډیو قدرمنو لوستونکو ښه ورځ درته غواړو اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ

نن به لومړۍ د تهران ګڼ چاپه ورځپاڼه کیهان ولولو چې مهم سرټکی یې څه دی .

د لبنان د حکومت پرضد د خلکو د اعتراضونو په دوام سره د دغه هیواد دښمانانو خپله ټوله هڅه کارولی ده چې له دغو مظاهرو د ځان په ګټه او دلبنان دګټو پرضد استفاده وکړی .

خو د لبنان حزب الله غورځنګ په تفکر او ملی ګټو ته په پام کولو سره د خلکو غوښتنې په حقه ګڼی او د حکومت دنسکوریدا مخالف دی .

د امریکا په جارجیا ایالت کښې د پوځ په یوې (۱) مانورې کښې چې د پوځی سویې د لوړتیا په لړ کښې وشوه درې (۳) عسکر ووژل شول او درې (۳) نور ژوبل هم شول .

د بحرین د ال خلیفه رژیم خارجه وزیر چې د تیونس د پارلمان په انتخاباتو کښې د «النهضه» ګوند په بریالیتوب غوسه شوی دی هڅه وکړه په دغو ټاکنو کښې په لاسوهنې د قطر په تورنولو سره د النهضه ګوند د بریالیتوب اهمیت کم وښیی خو د تیونس حکومتی چارواکو د بحرین دخارجه وزیر څرګندونو ته جدی غبرګون ښودلی دی .

د نوی کابینې په جوړولو کښې د اسرائیلو د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو له ناکامۍ وروسته د« شین او  د سپین »ائتلاف مشر «بنی ګانټس» له هغه وغوښتل استعفا ورکړی او لاړ شی .

د ماتی د خوړلو په بڼه کښې نتانیاهو ممکن دی زندان ته ولاړ شی .

د لبنان مظاهره چیانو  په جنوبی ښار کښې د مظاهرو د ترسره کولو په وخت د اسرائیلو بیرغ وسوزوه .

د فلسطین د حماس غورځنګ نامتو غړی سامی ابوزهری  وویل په سعودی عربستان کښې شپیته (۶۰) نیول شوی فلسطینیان په بیلابیلو ډولونو شکنجه شوی او د خارجی هیوادونو پلټونکی له هغوې څخه  پلټنې کوی .

د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپئو د سوریې له« کردانو» سره د سپینې ماڼۍ د خیانت د تکراریدا د احتمال په هکله د صهیونیسټ رژیم د چارواکو اندیښنو ته په غبرګون کښې «تل ابیب» ته ډاډ ورکړ چې امریکا له اسرائیلو سره خیانت نه کوی .

د چیلی هیواد  د  حکومت د اقتصادی سیاستونو پرضد د خلکو د اعتراضونو په بهیر کښې چې له تیرو دریو (۳) ورځو راهسې دوام لری کابو اوه (۷) کسان وژل شوی او په لسګونو نور ژوبل شوی .

دچیلی حکومت په ډاګه ویلی دی چې هیواد نور د جنګ په شرایطو کښې دی .

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او د مخه دنیولو مرکز په یوه(۱) غور وړ  راپور کښې وویل په دغه هیواد کښې  خودکشۍ ډیره زیاته شوی ده او له لسو (۱۰) کلونو تر څلرویشتو (۲۴) کلونو خلکو کښې د مړینې په دوهم (۲)عامل بدل شوی ده .

د افغانستان د ارزګان ولایت پولیسو وویل د طالبانو او د حکومتی عسکرو ترمینځ په سختو جنګونو کښې کابو دوه څلویښت (۴۲) پوځیان وژل شوی دی .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل ددغه هیواد پخوانی ولسمشر باراک اوباما هم سوریه له لاسه ورکړه او هم یې لس (۱۰) لکه خلک ووژل .

هغه د امریکا پخوانی ولسمشر باراک اوباما په سوریې کښې د یو(۱) میلیون خلکو د وژلو مسول وباله .

اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو .

د لبنان رسنیو د دغه هیواد دلومړی وزیر سعد حریری له وړاندیزی پلان سره د ټولو سیاسی ډلو د موافقت خبر ورکړ او ویې ویل حریری ددغه پلان پراساس د اصلاحاتو د ترسره کولو په حال کښې دی .

د تیونس د «النهضه» اسلامپال ګوند د  رهبرۍ شورا وویل چې دنوی حکومت دجوړولو او دهغه د مشرۍ مسولیت پرغاړه اخلی او له سیاسی او ټولنیزو فعالانو سره به خبرې هم وکړی .

سی این این ټیلی ویژن وویل سعودی عربستان او دهغه د ائتلاف غړی له امریکا سره د شوی موافقې په خلاف ورزۍ کولو سره له واشنګټن څخه په پیسو اخیستل شوی پرمختللی وسلې د القاعده په شمول ترهګرو او تکفیری ډلو ته ورکوی .

سی این این ټیلی ویژن وویل سعودی عربستان دامریکا پرمختللی وسلې په بیلابیلو هیوادونو او په تیره بیا یمن کښې القاعده  او نورو تکفیری ترهګرو ډلو ته انتقال کړی دی .

په عراق کښې دحسینی اربعین په سترو مراسمو کښې زیارتوالو چې د نړۍ د  بیلابیلو هیوادونو ښاریز وو په یوې (۱) سترې پرپاڼې (طومار ) کښې د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کښې په مسلمانانو تیری او ظلمونه وغندل .

د شمالی کوریا د وسله والو ځواکونو د وزیر مرستیال «کیم هیونګ ریونګ »له بندون څخه  د امریکا او د خپل هیواد د اټومی خبرواترو د ایستلو لپاره د واشنګټن لخوا د نوی حل لارې د وړاندې کولو غوښتنه وکړه .

ناټو وویل په ترکیې باندې د  سوریې د پوځی حملې په بڼه کښې به بې پلوه وی .

ناټو زیاته کړه د سوریې په شمال باندې د ترکیې پوځی بریدونو ته په غبرګون کښې په  ترکیې د سوریې د متقابلو حملو په بڼه کښې انکارا(Ankara,) باید په ناټو پوځی ائتلاف کښې له خپلو  شرکاو د هیڅ ملاتړ  هیله ونلری .

د امریکا د راتلونکی میلادی کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن د ایران په وړاندې د ولسمشر ټرمپ په سیاستونو نیوکې سره د امریکا  او د ایران ترمنځ د  شخړو په زیاتیدا اندیښنه څرګنده کړه .

د عراق د «الفتح» ائتلاف مشر هادی العامری په دې خبرې سره چې اعتراض کول د خلکو حق دی وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم د عراق د بې ثباته کولو هڅه کوی .

هغه وویل امریکا او اسرائیل نه غواړی چې عراق ثبات ولری او دا په داسې حال کښې دی چې ټول عراقیان هڅه کوی چې هیواد یې قدرت او عزت ولری او د هیڅ چار تر سلطې لاندې نه وی .

د افغانستان ولسمشر اشرف غنی د امریکا د  ولسی جرګې کانګرس له مشرې میرمنې نانسی پیلوسی(Nancy Patricia Pelosi) او ورسره پلاوی سره په کتنه کښې چې کابل ته تللی دی وویل له امریکا سره به د کابل دحکومت ملګرتیا او مشارکت پایداره پاتې شی .

اشرف غنی وویل مونږ له افغانستان څخه د امریکا دملاتړونو او په بیلابیلو ډګرونو په تیره بیا امنیتی برخه کښې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراخیدا غوښتونکی یوو .

د یمن  پوځی او ولسی کمیټیو په سرحدی ښارونو کښې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړ او بریالی شول په «صعده » ولایت کښې په عملیاتو کښې ګوډاګیانو ته سخت ګوزار ورکړی او د عربستان په جیزان ولایت کښې یوشمیر پوځی مرکزونه ونیسی .

اوس به د تهران چار همهشری ورځپاڼه ولولو .

د لبنان د ولسمشر دفتر په یوې (۱) بیانیې کښې د ولسمشر «میشل عون» د مړینې خبر دروغ وباله او هغه یې اوازه وبلله .

د کاناډا د انتخاباتو رسمی پایلو وښودله چې لومړی وزیر جسټین ټروډیو( Justin Trudeau) به په واک کښې پاتې شی خو دا ځل په یوه (۱) لږکی حکومت سره چې د یوه(۱) کوچنی کیڼ پاله ګوند ملاتړ ته اړتیا لری .

د کاناډا د انتخاباتو نتیجو وښودله چې د لومړی وزیر جسټین ټروډیو د پارلمان له درې سوه اته دیرشو (۳۳۸) څوکیو څخه یوسل شپږپنځوس (۱۶۵) څوکۍ ګټلی دی  خو د حکومت دجوړولو لپاره د یوسل اویا(۱۷۰) غړیو ضرورت شته .

د لبنان حزب الله غورځنګ په پلازمینې بیروت کښې د اعتراض کونکو ځاې ته د ورتلو لپاره په موټر سایکل د سپارو کسانو له هڅې وروسته چې د حزب الله او امل غورځنګ بیرغونه یې له ځانونو سره لیږدول له دغو موټر سائیکل سپارو کسانو سره هرډول ارتباط رد کړ .

د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو وویل ولسمشر ټرمپ چمتو دی د اړتیا په بڼه کښې د ترکیې پرضد پوځی اقدام ترسره کړی .

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپیر (Mark Esper,) په یوه (۱) نه اعلان شوی سفر کښې سعودی عربستان ته ورسید .

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپیر له افغانستان څخه عربستان ته  تللی او ټاکل شوی ده چې هلته د امریکا له دیره عسکرو او د سعودی عربستان له مشرانو سره کتنې او خبرې وکړی .

سعودی عربستان ته د امریکا د دفاع وزیر سفر په داسې حال کښې کیږی چې له ایران سره د امریکا او د عربستان اړیکې کړکیچنې دی .

خوږو  لوستونکو اوس به د کابل چاپ د ځینې ورځپاڼو مهم سرټکی له تاسو سره شریک کړو .

د کابل چاپ ورځپاڼو پخپلو ننیو ګڼو کې تر ډېره د ولسمشریزو ټاکنو اړوند د راپورته شویو ناندریو په اړه مسایل را اخېستی دی.

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټیم د تېرې ورځې پر ادعا تبصره کړې چې د انتخاباتو کمېسیون د رایو ډیجیټال مرکز قفل د امنیتی ځواکونو لخوا مات شوی او د امنیتی ځواکونو ترڅنګ د دولت ساز ټیم ځینې غړی هم دغه مرکز ته ننوتی دی.

په سرمقاله کې زیاته شوې، که د ټاکنو کمېسیون په دې اړه وضاحت ور نه کړی او په ټوله کې اړوند کمیسیونونه سره متحد او خپل عمل و نه کړی، پایلې به یې د ۲۰۱۴ کال تر انتخاباتو ډېرې بحرانی او لانجمنې وی.

د ویسا ورځپانې د سرمقالې د لیکوال په خبره، که د عبدالله عبدالله د ټاکنیزو ټیم دغه ادعا رښتیا ثابته شی، نو د تلې د شپږمې د ولسمشریزو ټاکنو کیسه مفته شوه او د ټاکنو کمېسیون کمیشنران دې هم د پخوانیو په څېر زندان ته تیاری ونیسی.

هشت صبح ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې سرلیک پیل کړې چې پارلمان او د ټاکنو کمېسیون دې د ټاکنو کمېسیون د رایو د ډیجیټال مرکز د قفل ماتېدو موضوع وڅېړی او په دې اړه راپورته شویو پوښتنو ته دې ځواب ووایی.

په سرمقاله کې د ټاکنو کمېسیون د کمیشنرانو د خپلواکۍ په اړه هم اندېښنه ښودل شوې او په کې ویل شوی چې د ۲۰۱۴ کال په شان د کمېسیون لوړ پوړی مسوولین نه دی توانېدلی چې د ورځپاڼې په خبره خپله سیاسی خپلواکی وساتی.

د سرمقالې لیکوال د افغانستان له پارلمان څخه غوښتی چې د ثبات او همپالنې ټیم د ادعا د څېړلو لپاره یو پلاوی وټاکی او په اړه یې پرېکړه وکړی.

په سرمقاله کې ویل شوی، په څېړنه کې دې دا احتمال هم په نظر کې ونیول شی چې کوم شخص پرته له دې چې ولسمشر او د کورنیو چارو وزیر په جریان کې کړی، له پولیسو یې سوء استفاده کړې.

د سرخط خپلواکې ورځپاڼې سرمقاله بیا په دې سرلیک ده چې "نوماندان دې لانجې نه جوړوی".

په سرمقاله کې راغلی چې د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کېدو سره سم یو شمېر نوماندانو د ټاکنو ملی بهیر د بدنامولو، لانجمنولو او ناکامولو هڅې پېل کړی او کله یې پر امنیتی ادارو او کله یې هم پر ځینو نوماندانو خولې را خلاصې کړې.

په سرمقاله کې زیاته شوې چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم پرون تور پورې کړ چې د ټاکنو کمېسیون د دارلانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ او امنیتی ځواکونو د رایو د ډیجیټال مرکز کلپ مات کړی او دغه مرکز ته ننوتی، خو د ټاکنو کمېسیون دغه ادعا بې بنسټه وبلله.

سرخط لیکی، واقعیت دا دی چې که څه په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ګډون کمرنګه و، خو د ټاکنو کمېسیون دغه ټاکنې د تېرو هغو په پرتله تر ډېره ښې مدیریت کړې او رڼې وې.

د سرمقالې د لیکوال په خبره، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار په ګډون ځینو نوماندانو د ټاکنو له ورځې راهیسې پر دغې پروسې نیوکې، د تورو لګول او نورې ناندرۍ پیل کړی دی.

 

ټیګونه

کمنټونه