Oct 22, 2019 15:39 Asia/Kabul
  • د دښمانانو خوځښتونه په دقت سره څارل کیږي چې د اسلامي ایران په سرحدونو کښې په کامل ډول امنیت ټینګ شي .
    د دښمانانو خوځښتونه په دقت سره څارل کیږي چې د اسلامي ایران په سرحدونو کښې په کامل ډول امنیت ټینګ شي .

زمونږ خبریال وایی د ایران د پوځ د ځمکنی ځواک قومندان برید جنرال «کیومرث حیدری» له اسلامی او دوستو هیوادونو سره په دفاعی او جنګی ډګرونو کښې د علم او د ټیکنالوژیو د شریکولو لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت چمتووالی اعلان کړ .

هغه نن په زنجان ولایت  کښې خبریالانو ته وویل د ایران وسله وال ځواکونه په بیلابیلو ډګرونو کښې په ابداع او تولید سره په خپلو پښو ولاړ دی او په ځان بسیه شوی دی .

د ایران د پوځ د ځمکنی ځواک مشر حیدری په دې خبرې سره چې په ایران کښې هره میاشت یوه (۱) نوی دفاعی بریا تولید او یا د تولید حد ته رسیږی وویل د ځینو دلایلو په وجه ځینې ابداع شوی تجهیزات په رسنیو  کښې نه مطرح کیږی چې د ایران دښمانان له نه اټکل وړ حالت سره مخامخ وی .

هغه دغه راز په دې خبرې ټینګار سره چې حکومتی عسکر هر تیریګر هیواد ته د ځواب د ورکولو لپاره ضروری وړتیا او وس لری وویل د دښمانانو خوځښتونه په دقت سره څارل کیږی چې د اسلامی ایران په سرحدونو کښې په کامل ډول امنیت ټینګ شی .

 

ټیګونه

کمنټونه