Oct 23, 2019 07:44 Asia/Kabul
  • په امریکې کښې د ایراني پوهاند زنداني کول د بشري حقوقو څرګنده خلاف ورزي ده

د امریکې په جیل کښې د بندیوان ایراني پوهاند مسعود سلیماني میرمنې د ایراني ډاکټر د غیرقانوني توقیفولو په لړ کښې د امریکې اقدام د بشري حقوقو څرګنده خلاف وبللہ.

د امریکې په جیل کښې د بندیوان ایراني پوهاند مسعود سلیماني میرمنې وویل: د ایراني ډاکټر د غیرقانوني توقیفولو په لړ کښې د امریکې اقدام د بشري حقوقو څرګنده خلاف ورزي ده ځکه چې ډاکټر سلیمان له تیر یو کال راهیسې بې له دې چې په کوم جرم تورن شي، په جیل کښې پروت دی.

د ویلو ده چې پروفیسر مسعود سلیماني په تیر ۲۰۱۸ کال کښې د یو لړ تحقیقاتو لپاره د امریکې د مایو کلینک له خوا دغه هیواد ته وروبلل شو او د هم دغه کال په اکتوبر کښې د رسمي ویزې له ترلاسه کولو وروسته امریکې ته لا خو له مخکښې نه په یو پلان شوې طرحې سره د امریکې پولیسو له ایرانه د هغه له وتلو وروسته په الوتکه کښې د هغه ویزا باطله کړه او د شیکاګو په هوايي ډګر کښې یې په غیرقانوني توګه امریکې ته د تګ په تور او هم داشان د ایران خلاف د امریکې د بندیزونو د خلاف ورزۍ په تور یې ونیوه او په جورجیا ایالت کښې یې زنداني کړ.

د پروفیسر سلیماني میرمنې ډاکټر مهناز ربیعي پرون د امریکې په جیل کښې د پروت ایراني پوهاند د وروستي وضعیت د څیړنې په خبري غونډه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې امریکا، په زنداني کولو سره د خپلو میلمنو کوربه توب کوي، وویل: د تهران د تربیت مدرس پوهنتون د وینې پیژندنې د ډلې مدیر چې د دنیا په ډیرو غوره پوهانو کښې شامل دی، نن د امریکې په جیل کښې بندیوان دی.

 

ټیګونه

کمنټونه