Oct 23, 2019 07:46 Asia/Kabul
  • له چین سره د ایران اړیکې سټراټیجکې دي

په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار وویل: له چین سره د ایران اړیکې تل سټراټیجکې وې او دي.

علي اکبر ولایتي پرون په تهران کښې د مینځني ختیځ په چارو کښې د چین د ځانګړي استازي په کتنه کښې، د ایران په هکله د چین دریځونه مثبت وبلل او زیاته یې کړه: چین د ایران لپاره یو مهم هیواد دی او د دواړو هیوادونو ترمینځ تل ډیرې ژورې اړیکې پاتې شوې دي.

ولایتي دې ټکي ته په اشارې سره چې سوریه له تیرو اتو کلونو راهیسې د پردیو او د هغوي د ملاتړ وړ ترهګرو له یرغل سره مخامخ ده، څرګنده کړه: ایران له پیل څخه له خپل دوست او ورور هیواد سوریې ملاتړ کړی او هم دا کار په عراق کښې هم شوی دی او که د ایران مرستې نه وی نو بغداد به د ترهګرو لاس ته ورغلی و.

په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار په یمن باندې حملې او جنګ ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: د سیمې راتلونکی ډیر روښانه دی او سوریه، عراق او یمن به خامخا بریالي کیږي او سیمې ته به امنیت راستون شي.

په دغه ملاقات کښې د مینځني ختیځ لپاره د چین ځانګړي استازي ژايي جون هم په سیمه کښې د ایران له مثبتو ملګرتیا د قدرونې په ترڅ کښې وویل: د ایران او چین اړیکې ډیرې ښې دي او د دواړو هیوادونو سټراټیجک مشارکت ډیره پراختیا موندلې ده.

هغه د ایران او عربستان د اړیکو په هکله هم وویل چې دا دواړه د سیمې مهم هیوادونه دي او ترمینځ یې صلحه ایزه اړیکه پکار ده.

دواړو لورو هم داشان د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله هم د نظر تبادله وکړه.

 

ټیګونه

کمنټونه