Oct 23, 2019 12:38 Asia/Kabul
  • نن او سبا به د ناپییلي غورځنګ د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو غونډې هم ترسره شي .
    نن او سبا به د ناپییلي غورځنګ د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو غونډې هم ترسره شي .

زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پرون باکو ته د رسیدا په وخت له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل حاضردمه د امریکا لخوا څو اړخیز پالنه له خطر سره مخ ده .

هغه د اذربایجان جمهوریت په پلازمینې باکو کښې د ناپییلی غورځنګ(Non-Aligned Movement) د غړیو هیوادونو د مشرانو او لومړیو وزیرانو د غونډې ترسره کیدا ته په اشارې  سره وویل ضروری ده چې هیوادونه د ډیپلوماسۍ او د څو اړخیز پالنې بنسټ ته پام وکړی .

د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف ډاګینه کړه د ناپییلی غورځنګ د غړیو هیوادونو زیات تمرکز په څواړخیز پالنې او دهغې په پیاوړتیا دی .

ظریف جوته کړه د ناپییلی غورځنګ د غړیو هیوادونو د مشرانو او دلومړیو وزیرانو غونډه یو (۱) فرصت رامینځته کوی چې د بیلابیلو هیوادونو له چارواکو سره د دغه غونډې په څنګ کښې یوشمیر کتنې وشی .

د اذربایجان جمهوریت پلازمینه باکو به د اکتوبر دمیاشتې په پینځویشتمه (۲۵) او شپږویشتمه (۲۶) نیټه د ناپییلی غورځنګ د غړیو هیوادونو د مشرانو او دلومړیو وزیرانو کوربه وی .

دغه راز نن او سبا به د ناپییلی غورځنګ د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو غونډې هم ترسره شی .

 

ټیګونه

کمنټونه