Nov 08, 2019 13:08 Asia/Kabul
  • امير عبداللهيان: ناامني او د حکومت نه جوړېدنه په سيمه کښې  د دښمنانو مقصد دے

په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر خاص استازي وويل، په سيمه په تېره بيا په عراق او لبنان کښې د دښمنانو هدف د ناامنۍ رامنځته کول او حکومت جوړولو ته نه پرېښودل دي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې حسين امير عبداللهيان په تهران کښې د سوريې او ايران د پارلېماني دوستۍ د ډلې نائب مشر حسين راغب حسين په کتنه کښې واضحه کړه، د سوريې فوځ، خلقو او مشرتابۀ په دغه هېواد کښې د ترهه ګرو لخوا د تېريو او جنايتونو د دوام مخه ونيوه او د سيمې له قرارۍ او امنيت سره يې ډېره مرسته وکړه.

هغه د سوريې د شمال لانجو او په دغه هېواد کښې د امريکې نويو خوزښتونو ته په اشارې سره وويل، پکار دي اجازه ورنکړې شي چې "ادلب" د ترهه ګرو او بدغوښتونکو اډه وګرځي او ضرورت د دې خبرې دے چې د سوريې دغې سيمې ته ارامښت، ژوند او قراري بېرته راوګرځي.

امير عبداللهيان همدارنګ د عراق او لبنان حالاتوته په اشارې سره د خلقو غوښتنو او له فساد سره مبارزې ته په پاملرنې باندې په تاکيد سره دا خبره په ګوته کړه چې د سيمې ځينې دښمنان په لبنان او عراق کښې د ناوړې استفادې او د ناامنۍ رامنځته کول او د حکومت جوړونې مخنيوے غواړي.د سوريې او ايران د پارلېماني دوستۍ د ډلې نائب مشر هم د دواړو هېوادونو د سټراټيجکو اهدافو په پوره کولو کښې د پارلېماني تعلقاتو په کردار ادا کولو په تاکيد سره وويل، سوريه د پارلېماني ملګرتياو او د تعلقاتو له ودې څخه هرکلے کوي.

 

ټیګونه

کمنټونه