Nov 08, 2019 17:59 Asia/Kabul
  • يوه بهرنۍ تيري ګره ډرون الوتکه حساسو ځايونو ته له رسېدو مخکښې تباه کړې شوه

د ايران د اسلامي جمهوريت د فوځ د هوائي دفاع د ځواک قوماندان د ايران د جنوب په ماهشهر سيمه کښې د فوځ د هوائي دفاع ځواک د ځاي سيسټم لخوا د يوې بهرنۍ تيري ګرې ډرون الوتکي د تباه کولو خبر ورکړ.

جنرل علي رضا صباحي فرد وويل، دغه اقدام د ايران په هوائي حريم د يوې بهرنۍ ډرون الوتکې د تيري په ردعمل کښې د يو توغندي په ويشتلو سره ترسره شو او تيري ګره ډرون الوتکه حساسو مراکزو ته له رسېدو نه مخکښې د هېواد د هوائي دفاع د نېټ ورک په پوره هوښيارۍ سره تباه کړې شوه.

جنرل صباحي فرد تاکيد وکړ، د ايران هوائي دفاعي ڼېټ ورک به په پوره چمتووالي سره د ايران په هوائي حريم له ډول تيري ته پرېکنده ځواب ورکړي.

نن سحر ځائي سرچينو د ايران د خوزستان صوبې په ماهشهر بندر کښې د چاودنې د اورېدو خبر ورکړ،چې څه وخت وروسته معلومه شوه چې د چاودنې دغه غږ د فوځ د هوائي دفاع ځواک لخوا د يوې ناپېژندل شوې ډرون الوتکې باندې د توغنده اي حملې غږ ؤ.

ماهشهر بندري ښار چې د مينځني ختيځ د پېټروکېميکل تر ټولو ستره اقتصادي سيمه ده د ايران په اقتصادو کښې د هغې رول ته په پام سره داسې سيمه ده چې تل د دښمنانو د پام وړ ده.

 

ټیګونه

کمنټونه