Nov 12, 2019 12:22 Asia/Kabul
  • د ایران د لړم د ۲۱ نیټې ځینې مطبوعات

د ایران ولسمشر ښاغلی روحانی وایی د ایران اټومی توان په ښو شرایطو کښې دی

 

جمهوری اسلامی

 

د ایران ولسمشر ډاکټر روحانی وئیلی دی،د ایرانیو متخصصانو په لاس په هیواد کې د سترو پراختیائی او عمرانی پروژو افتتاح کول په نړۍ کې د ایران د ملت په بدغواړو ستر ګوزار دی . د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې ایران د فولادو د تولید په زمینې کې په نړۍ کې له دیارلسم لمبره،لسم لمبر ته رسیدلی دی،روښانه کړی ده ،قدرتمند ایران  پخپلو زیارکښو ځوانانو سره  هره ورځ  د پراختیا  په لاره کې نوی ګام پورته کوی .

د عراق په بغداد او جنوبی ولایتونو کی مظاهرې دوام لری .

واشنګټن په ایټمی موضوع کې د ایران دچلند دبدلولو جوګه نه دی . یروشلم پوسټ انټرنیټی سایټ  راپور ورکړی ، د وسلو د کنټرولولو په چارو کې د امریکا د خارجه وزیر  سلاکار  کریسټوفر فورډ د ایران د سوله ایز ایټمی  پروګرام د  درولو لپاره د واشنګټن دپروګرامونو اواقداماتو  په تشریح کولو سره  وئیلی دی ، واشنګټن تر دې دمه نه دی توانیدلی  ایران  ددغه هیواد د ایټمی پروګرام په زمینې کې  شاتګ ته اړ کړی .

ملګری ملتونه وایی چی ایت ا... سیستانی د اصلاحاتو لپاره د سیاسی ګوندونو د نه جدی توب په اړه اندیښمن دی .

د لبنان د حزب ا... غورځنګ مشر سید حسن نصر ا... ویلی دی د ایران پرضد ټرمپ سټراټیجۍ ماته خوړلی ده .

اماراتو د یمن په راتلونکی کی د انصار ا... غورځنګ په رول اعتراف وکړ .

د امریکایی پوهانو فیډریشن په خپل نوی راپور کی ویلی دی چی هندوستان کابو ۱۴۰ ایټمی بمونه جوړ کړی دی .

 

کیهان

 

د ایران ولسمشر ښاغلی روحانی وایی د ایران اټومی توان په ښو شرایطو کښې دی .ډاکټر حسن روحانی د کرمان ولایت د رفسنجان سیمې  د خلکو په ټول کښې زیاته کړه په تیرو کلونو کښې په ایران کښې د اټومی انرژۍ په برخه کښې د تحقیق او د پراختیا عملیاتو دوام وموند او نن سبا د هیواد د فعالو سانټری فیوژونو ډول له پینځو ترپنځلسو رسیدلی دې .

ورځپآڼه په خپل لومړی مخ همداراز په بولیویا کی امریکایی کودتا ته هم اشاره کړی ده او په غټو ټکیو یې لیکلی دی مورالس د خلکو د وژلې د مخنیوی لپاره استعفا ورکړی ده .

د لبنان د حزب ا... غورځنګ مشر سید حسن نصر ا... ویلی دی چی د مقاومت له جبهې سره د یمن په یو ځای کیدا سره د دغې جبهې قدرت دوه چنده شوې دې . د لبنان  د حزب ا...ولسی غورځنګ  مشر  سید حسن نصر ا.... د مقاومت د شهید د ورځې په مناسبت پخپلې وینا کې  ددې خبرې په کولو سره چې ایران  له بندیزونو سره   پر اړونده سختیانو دبرلاسه کیدا  توانمنۍ لری ،روښانه کړې ده ، اوس درست لویدیځوال څارونکی په زغرده وائی  د ایران په ضد دډونالډټرمپ  ستراټژۍ ماته خوړلې ده  او  د امریکا  ولسمشر  هماغه راز د  ایران  له خواد ټیلیفونی تماس په تمه دی ، خو  هیڅکله به هم   دغه ټیلیفون کال ونه وینی .

د سوریې ولسمشر بشار اسد ویلی دی امریکا ابوبکر بغدادی  راوستې وو . د سوریې ولسمشر بشار اسد زیاته کړی ده  امریکا یوازې له هغو هیوادونو سره معامله کوی چې د سپینې ماڼۍ سیاستونه اجرا کوی . هغه له رشیا ټوډې ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې د داعش ترهګرې  ډلې مشر ابوبکر بغدادی د امریکا مامور وو وویل امریکا په داسې حال کښې د اسامه بن لادن او د ابوبکر بغدادی د وژلو ادعا کوی چې مړی یې خلکو ته نه ورښیی .

هندوستان په کشمیر کی د نبی مکرم ص د میلاد جشن لمانخأ منع کړی دی .

د یمن انصار ا...غورځنګ ویلی دی درست اسراییل زمونږ په نښه دې .

 

قدس ورځپاڼه

ایران د فارس خلیج سیمې هیوادونو ته د خپلو ایټمي تجربو ورکولو ته تیار دی . علي اکبر صالحي د ایران د بوشهر ایټمي سلاکوټ د دویم ري ایکټر د جوړونې د کار د پیلیدو په دستوروکښې، په دې خبرې سره چې ایټمي صنعت د اقتدار سرچینه ګرځیدلی شي زیاته کړه: ایران چمتو دی چې خپلې ایټمي تجربې د فارس خلیج سیمې هیوادونو ته منتقلې کړي.

پاکستان د ایران خلاف د امریکاد بندیزونو ملاتړ نه کوي . د ایران او پاکستان د پارلیماني دوستۍ ډلې مشر سید نوید قمر ټینګار وکړ چې اسلام آباد د ایران د اسلامي جمهوریت  په خلاف د امریکا له غیرقانوني او یواړخیزو بندیزونو ملاتړ نه کوي.

ایران دنړیوالې ایټمی موافقې پیټی یوازې پخپل مټ نشی ګرځولی . په ملګرو ملتو کې د اسلامی ایران  سفیر اسحاق آل حبیب  دملګروملتو  دعمومی اسمبلۍ په څلوراویایمې غونډې کې   چې  د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس  د راپور په موضوع سره جوړه شوی ، زیاته کړې ، ایران د این پی ټی  تړون  په اساس  خپلو ژمنتیاؤ او  دسیف ګارډز  اجرا ته دوام ورکوی  او دجامعې نړیوالې ایتمی موافقې  د ما دو په اساس  هم  خپلو ژمنو ته پابند دی ، تر هغه وخته چې  نور لوری هم  خپلو ژمنو ته پابندووسی .

د سوریې ولسمشر بشار اسد ویلی دی اسلامی ایران د سوریې د بیا رغاونې په مسله کی په لومړیتوب کی دې .

دعراق ستر دینی مرجع آیت ا... سید علی سیستانی دفتر  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  ددغه هیواد په داخلی چارو کې د بهرنیو هیوادونو له لاسوهنې سره په مخالفت کې په مناسب وخت کې  دحقیقی اصلاحاتو پر ترسره کیدا ټینګار کړی دی .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه