Nov 13, 2019 15:32 Asia/Kabul
  • د ایران د ولس مقاومت د امریکا دسیسې شنډې کړې

زمونږ خبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د هیواد خلکو ته د ګوزار د ورکولو لپاره د امریکا دسیسو ته په اشارې سره وویل د ایران دخلکو مقاومت د واشنګټن دسیسې له ماتی سره مخ کړې .

هغه نن د کابینې غونډې ته په وینا کښې وویل د ایران خلک په مقاومت او دریدا سره د دښمانانو دسیسې شنډوی او هیڅکله به د هغوې په وړاندې تسلیم نشی .

د ایران ولسمشر حسن روحانی دغه راز ټولو مسلمانانو ته د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم او د نړۍ د شیعه مسلمانانو د شپږم (۶) امام حضرت جعفر صادق علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د مبارکۍ په ویلو سره وویل په وحدت اونۍ کښې هماغه ډول چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد ص باید د ټولو مسلمانانو لپاره د وحدت بیلګه ووسی د نړۍ د شیعه مسلمانانو شپږم (۶) امام هم باید د مسلمانانو لپاره د وحدت نمونه ووسی .

حسن روحانی په دې خبرې سره چې حضرت جعفر صادق علیه السلام روښانه کونکی امام او د شیعه او دسنی او داسلامی نړۍ لپاره د حقایقو بیانونکی او په نړۍ کښې ستر اسلامی حرکت وو  وویل د فیزیک د کیمیا د طبعیت پیژندنې او دفلسفې علمونه د  امام صادق علیه السلام په مکتب کښې وو .

د1441  هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې اولسمه(۱۷)نیټه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد ص او د هغه دیوه (۱)ګران لمسی حضرت امام جعفر صادق علیه السلام له نیمکرغه زوکړې سره سمون خوری .

اهل سنت د ربیع الاول د میاشتې دولسمه (۱۲) او شیعه مسلمانان د ربیع الاول د میاشتې اولسمه (۱۷) نیټه د اسلام  د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم دنیکمرغه زوکړې ورځ ګڼی .

د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه چې په خپله د اسلامی نړی د وحدت منادی او جارچی وو له دغه موضوع  د  اسلامی ډلو د نږدې کیدا او د اتحاد لپاره استفاده وکړه او د ربیع الاول دمیاشتې له دولسمې (۱۲) څخه تر اولسمې (۱۷) نیټې پورې ورځې یې د وحدت اونۍ ونوموله .

 

ټیګونه

کمنټونه