Nov 15, 2019 07:23 Asia/Kabul
  • له استکباري رسنیو سره باید په پوره توان سره مقابله وشي

د اسلامي ایران د راډیو او ټیلیویژن د بهرنیو خپرونو د څانګې مرستیال: باید له دغه رسندوي اسبتدادي بهیر سره د مبارزې لپاره خپل پوره توان وکاروو.

د اسلامي ایران د راډیو او ټیلیویژن د بهرنیو خپرونو د څانګې مرستیال له استکباري رسنیو سره د هراړخیزې مقابلې په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: باید له دغه رسندوي اسبتدادي بهیر سره د مبارزې لپاره خپل پوره توان وکاروو.

پیمان جبلي پرون په تهران کښې د اسلامي وحدت کانفرنس ترڅنګ د رسندوي فعالانو د اتحادیې په غونډه کښې د مسلمانو او غیرمسلمانو په شمول د سلطه ضده کسانو، شخصیتونو ، رسنیو او بهیرونو څرګندونه او قدرونه ضروري وبلله او زیاته یې کړه: که د اسلامي انقلاب او د بشریت د فطرت دښمنان د دې انقلاب د ماتولو لپاره خپل ټول اوزار کاروي نو مونږ هم باید له خپلو وړتیاؤ ګټه پورته کړو.

هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د اسلامي انقلاب او د ایران د اسلامي جمهوریت په رسنیو کښې وحدت د مسلمانانو ترمینځ تش د یو شعار تر حده نه دی پکار، څرګنده کړه: د اسلامي انقلاب په رسنیو کښې د وحدت ساتل یو وړومبیتوب دی.

 

ټیګونه

کمنټونه