Nov 17, 2019 11:39 Asia/Kabul
  • د ایران دښمنانو تل له تخریب او ناامنۍ ملاتړ کړی دی+ویډیو

د رهبرۍ ستر مقام پر دې په ټینګار سره د انقلاب ضد او ایران دښمنانو تل له دغه ډول ناامنیو او ویجاړیو ملاتړ کړی دی چی اوس هم په همدغه کار بوخت دی ، جوته کړه هیڅ عاقل او له خپل هیواد سره مینه لرونکې انسان دغه کارونه نه کوی

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د درس خارج کی د سونګو د مصرف د مدیریت طرحې ته په اشارې سره وفرمایل په دغه کار کی تخصص نلرم او د کارپیژاندو نظرونه هم متفاوت دی خو ویلی مو وو چی که د دریو قواو مشران فیصله وکړی له هغه ملاتړ کوم .

د رهبرۍ ستر مقام نن د دې خبرې په کولو سره چی د  قواو مشرانو په کارشناسۍ سره یوه فیصله کړی ده او طبعا باید اجرا شی ، زیاته کړه یقینا ځینې خلک له دغې فیصلې اندیښمن او خپه کیږی یا د هغو په تاوان دې ، خو اور لګول او ویجاړول د خلکو کار ندې بلکی د شرغواړو کار دې .

د رهبرۍ ستر مقام پر دې په ټینګار سره د انقلاب ضد او ایران دښمنانو تل له دغه ډول ناامنیو او ویجاړیو ملاتړ کړی دی چی اوس هم په همدغه کار بوخت دی ، جوته کړه هیڅ عاقل او له خپل هیواد سره مینه لرونکې انسان دغه کارونه نه کوی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د دې خبرې په کولو سره چی دغه ډول مسلې ناامنی چی د هر هیواد او ټولنې ستر مصیبت کیدلې شی ، سختوی ، جوته کړه مسولان هر څومره چی کولې شی ځیر ووسی او خیال وکړی تر څو د دغې طرحې مشکلات د خلکو لپاره تر ممکنه حده کم شی .

د رهبرۍ ستر مقام زیاته کړه په ټیلی ویژن کی مو ولیدل چی مسولانو وویل خیال ساتی چی د تیلو د بیې دغه زیاتیدا د نورو څیزونو د بیې د زیاتیدا سبب نشی چی دا مراقبت کاملا ضروری دې.

د رهبرۍ ستر مقام د دې خبرې په کولو سره  چی ګرانۍ د خلکو لپاره ډیر مشکلات رامینځته کوی او درست مسولان باید د دې خیال وکړی ، وفرمایل د امنیت د ساتنې مسولان هم په خپلو دندو عمل وکړی ، خلک چی تل یې په ځیرتیا او بصیرت سره اقدام کړې دې ، دې ځل هم له هغو کسانو چی تخریب کوی ، واټن ونیسی .

په ایران کی د تیلو د بیې په زیاتیدا او د هغه له دوه نرخ والی وروسته د خلکو خینې سوله ایزې مظاهرې د ځینو شرغواړو او بدماشانو په ناوړې استفادې سره بې لارې شوې .

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه