Nov 17, 2019 12:49 Asia/Kabul
  • دایران د لړم د ۲۶ نیټې ځینې مطبوعات

د دریو قواو د مشرانو د اقتصادی غږملتیا د لوړې شورا په غونډه کی ټینګار وشو د خلکو د ملاتړاو معیشتی مرستې به هره میاشت او بې ځنډه ورکړل شی

 

مردم سالاری

د دریو قواو د مشرانو د اقتصادی غږملتیا د لوړې شورا په غونډه کی ټینګار وشو د خلکو د ملاتړاو معیشتی مرستې به هره میاشت او بې ځنډه ورکړل شی .

د بشری حقوقو دروغجن مدعیان دې د جنایتونوپه دلیل محاکمه شی . د اسلامی ایران د قضایه قوې مشر حجةالاسلام ابراهیم رئسی  په تهران کې د اسلامی وحدت د درې دیرشم نړیوال کنفرانس  په پایزو  دستورو کې  ووئیل،هغه څه چې  د بشری حقوقو مدعیان  په تیره بیا امریکایان او دهغوی متحدان ئې په یمن،فلسطین ،افغانستان او داسلامی نړۍ  په ګوټ ګوټ کې د بې ګناه خلکو په ضد کوی،جنایتونه دی  او باید  په همدې دلیل  تعقیب او  محاکمه شی .

هغه په دې خبرې په ټینګار سره چې  د تورن په ځای د امریکا او لویدیځ تعقیبونې ،د اسلامی نړۍ د درستو متفکرانو او  حقوق پوهو دنده ده  وویل ؛ د نړیوالو تړونونو په اساس نن سبا  دبشریّت په ضد  تر ټولو ستر جنایتکار امریکایان او صهیونیسټان دی .

 د ایران دقضایه قوې مشر  دفلسطین موضوع ته په اشارې سره  وئیلی ،اوس  په فلسطین کې برلاسی  او د نبی  مکرم (ص) په تعلیماتو اوپه  الهی  دین او  ارزښتونو مشتمل    د عمل نوښت د فلسطین  له مجاهدینو سره ښائی .

حجةالاسلام ابراهیم ریسی  د فلسطین او قدس آزادی په بشپړ ډول  شونی وبلله او ټینګار ئې وکړ، فلسطین او د قدس آزادی  د اسلامی نړۍ لومړنی لومړیتوب دی .

ددفاعی قدرت زیاتیدا د امریکا له بندیزونو سره مقابلې یوازینۍ لاره ده . د اسلامی ایران دفاع وزیر سردار امیرحاتمی  په یولړ څرګندونو کې د اسلامی ایران په ضد دسلطې د نظام خباثتونو ته په اشارې سره وئیلی دی،دښمن نن سبا  دایران ملت په نښه کړی دی .

په تهران کې د اسلامی وحدت درې دیرشم نړیوال کنفرانس په پایزې اعلامیې کې  راغلی دی ،  دغه نړیوال کنفرانس  د پیړۍ دمعاملې په چوکاټ کې  د مسلمانانو په لومړنۍ قبلې   الاقصی جومات ، تیری  غندی او  ددغه جومات   ددفاع لپاره  دې  د  اسلامی هیوادونو دسملاسی او جدی اقدام غوښتنه کوی .

 

کیهان

دغې ورځپاڼۍ د نورو مطلبونو تر څنګ د رهبرۍ د ستر مقام دغو ویناو ته هم پراخ انعکاس ورکړی دی چی فرمایلی یې دی ، د ایران اسلامی جمهوریت د صیهونیسټانو او صیهونیسټ رژیم دښمن دې ، نه د یهودیانو . د اسلامی انقلاب معظم لارښود او ولی ا مر مسلمین  حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای دایران اسلامی جمهوری  نظام له مسئولانو ، په اسلامی وحت نړیوال کنفرانس کې  له ګډون کونکو ، داسلامی هیوادونو له سفیرانو او متفکرانو سره په کتنې کې  وفرمائیل ،  د اسلام دښمنانو  او دهغو په سر کې امریکا، د اسلام  له اصل او درستو اسلامی هیوادونو سره مخالفه ده او  د مشکلاتو د حل په توګه  زمونږ په سیمې کې دهغوی وسلې ،په فیصله کونکو او حساسومرکزونو کې  ئې نفوذ،په ملتونو کې ددرز اوتفرقې رامینځةکول ،  او د امریکا په مقابل کې  د تسلیمدا القاء کول داسې اقدامات دی ، چې ددغو نقشو  په مقابل کې  د درملنې  یوازینۍ نسخه ، د حق په لاره کې  روښانه کونې او مقاومت  او دریدا ده . دوی همداراز  د اسرائیلو د له مینځه وړلو  په باب د حضرت امام خمینی رح   او د اسلامی نظام دمسئولانو د بیا بیا ټینګارونو  د معنا  د تحریفولو لپاره  د دښمنانو  هڅې ته په اشارې سره  هم وویل ؛ مونږ د فلسطین  او دهغود  خپلواکۍ او ژغورنې  پلویان یوو او د اسرائیلو له مینځه وړل  د یهودی ولس  د له مینځه وړلو په معنا نه   دی ، ځکه چې مونږ له هغوی سره هیڅ کار نه لرو، هماغه شان چې  ز مونږ په هیواد کې  هم د یهودیانو ټولنه  دامنیت په اوج کې ژوند کوی .

رای الیوم لیکی چی سوریه د امریکا د ویستلو لپاره چریکی جنګ ته ورداخلیږی .

  

نړیوال استکبار د اسلام د زیاتیدونکې ودې مخنیوی غواړي . په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار او د اسلامي بیدارۍ د نړیوالې ټولنې سیکتر علي اکبر ولایتي د دغې ټولنې د عالي شورا په دولسمې غونډې کښې زیاته کړه: د قدس د نیواکګر رژیم د خاورې په توګه د جولان د غونډیو پیژندل، صهیونیسټي رژيم ته وسلې ورکول او له صهیونیسټي رژيم سره د ځینو مرتجع عرب هیوادونو اړیکې ځینې هغه کارونه دي چې امریکې د اسرائیلو او د ځینو عرب مشرانو په ملګرتیا او غږملتیا سره د اسلامي نړۍ خلاف پلان کړي او اجرا کړي دي.

د بولیویا امنیتی عسکرو د مورالس پینځه پلویان ووژل .

د امریکا ولسمشر ټرمپ درې جنګی جنایتکاران وبخښل .

 

 جوان

د ایران د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک عمومی قوماندان سردار سلامی وویل خپل معیشت له دښمنه نه غواړو . ده همداراز زیاته کړه اسلامی ایران به دخپلې دفاعی توانمنۍزیاتول هیڅکله هم ونه دروی .

د سوریې د حسکه په شمال لویدیځ کی د ترکیې او سوریایی ځواکونو ترمینځ  سخته نښته شوی ده .

د سعودي په زندان کې يو بل ديني عالم هم وفات شو. د سعودي عربستان يو ديني عالم شيخ فهد القاضي له ۲۰۱۶ کال راهيسې په زندان کې و او د ۶۵ کالو په عمر په زندان کې وفات شوی دی.

د یمن انصار ا... غورځنګ ویلی دی د عربستان او اماراتو په سټراټیجیکو ځایونو به حمله وکړو .

اردوغان وایی ترکیه به د امریکاله دړکو سره سره  له روسیې دتوغندوی ضددفاعی سسټم له  اخستوتیره نشی .

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه