Nov 22, 2019 14:08 Asia/Kabul
  • په دافع هوا مانورې سره د ایران په اسمان کی د اقتدار ننداره

په هوایی ډګر کی د ایران دفاعی قدرت او اقتدار د داخلی او ځای دفاعی سیسټمونو د کارندوالی او وس ښودنه کوی

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د  دافع هوا مانوره د بشپړه ځای تجهیزاتو په کارولو او د ملی اقتدار د نندارې په هدف ترسره کیږی .

د ۹۸ د ولایت د اسمان د مدافعانو دوه ورځنۍ مانوره د زیارت په ورځ په سمنان ولایت کی د ۴۱۶ زره  دمربع کلومیټره په پراختیا په یوه سیمه کی پیل شوه . دغه مانوره په دو پړاونو ، کشف او پیژندلو او بیا له فرضی دښمن سره د هوایی سیسټم  په نښتې سره پلان شوی ده .

هوایی دفاع د دفاعی مولفې په پیاوړتیا کی مهم رول لری او په همدې دلیل ایران د ځای دفاعی سیسټمونو د جوړولو په زمینه کی بریالیتوب ته په پام سره توانیدلې دې د تیری ګرو په وړاندی خپله هوایی دفاعی واکوالۍ پیاوړی کړی .

د جنګی سټراټیجیو بدلون ته په پام سره چی زیاتره مځکنی وې ، نن سبا هوایی او سمندری قدرت ښودنې او له لیرې د پوځی توان هدایتول د دفاعی توان د پیاوړتیا په زمینه کی مهم رول لری .

په داسې شرایطو کی د دافع هوا قدرت دوه چنده معنا پیدا کوی او د ۹۸ د ولایت د اسمان د مدافعانو دوه ورځنۍ مانورې د ترسره کولو پلانول د چټکتیااو دقت په هدف ځانګړې اهمیت لری .

د ایران دافع هوا سیسټمونو ډول ډول والې د اسلامی ایران د دفاعی صنعت د قدرت ټکی دې چی د باور ۳۷۳ دفاعی سیسټم  د ایران نړوی دفاعی بریا حسابیږی چی هغه لپاره د ځای وسونو او قدرت په سبب یوازې څو  محدود هیوادونه د داسې سیسټم د تولید توان لری .

په همدې زمینه کی مخکې د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی د دفاعی صنعت د ملی ورځې په دستورو او د ایران د دفاعی صنایعو د چاروالو ، سفیرانو او په تهران کی  میشتو د بهرنیو پوځی اړونده کسانو په ټول کی وویل د باور ۳۷۳ هوایی سیسټم له ایس ۳۰۰ توغندوی سیسټم پیاوړی او ایس ۴۰۰ سیسټم ته ډیرنږدې دې .

د سوم خرداد ځای دفاعی سیسټم هم هغه بل سیسټم دې چی د عمل په ډګر کی یې بریالې کارندوالې درلودلې دې . دغه ځای سیسټم د ۲۰۱۹ میلادی کال د جون په شلمه د ایران د هوایی حریم له خلاف ورزۍ وروسته د امریکا ګلوبل هاوک جاسوسی بې پایلیټه الوتکه نسکوره کړی وه .

د اسلامی ایران په هوایی ، مځکنی او سمندری جغرافیایی واکوالۍ حاکم اوسنې امنیت له ځای دفاعی صنعت سره معنا لرونکې ارتباط لری چی په ځان د باوراو داخلی وسونو د تکیې د ماهیت په سبب  هغه ته هر ډول تاوان رسول له مینځه وړی دی .

په هوایی ډګر کی د ایران دفاعی قدرت او اقتدار د داخلی او ځای دفاعی سیسټمونو د کارندوالی او وس ښودنه کوی . په همدې چوکاټ کی د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته د ایران دفاعی صنعت د خپلواکۍ غوښتنې په کړچار سره بدل شوی او نن د ځای پوهې په کارولو او له بایکاټونو سره سره د ایران دفاعی محصولات څه د پاسه ۷۷۰ موردونو ته رسیدلی دی .

دغه دفاعی محصولات په بیلا بیلو مانورو کی ازمویل شوی دی  او اوس د ۹۸ د ولایت د اسمان د مدافعانو دوه ورځنۍ مانوره هغه بل فرصت دې چی یو ځل بیا په دافع هوا زمینه کی د ایران وسونه ټیسټ کړې شی او د هغه کارندوالې نندارې ته وړاندې شی .

د ایران اسلامی جمهوریت د سوله غوښتنې په اوج کې خپل دفاعی او پوځی توان نندارې ته وړاندې کوی او په همدې سبب  په سمنان کې د ایران د پوځ د دافع هوا مانورې پیغام د دوستانو لپاره د سولې او دوستۍ پیغام او د غلیمانو په وړاندې د هوایی دفاع د توان نندارې ته وړاندی کول دی .

 

 

ټیګونه

کمنټونه