Nov 23, 2019 05:48 Asia/Kabul
  • واشنګټن د ایران د پرمختګ مخه نه شي نیولې

د ایران د اسلامي جمهوریت د ارتباطاتو او انفارمیشن ټیکنالوجۍ وزیر هم د امریکې له خوا د بایکاټ شویو کسانو په نوملړ کښې ورزیات کړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ارتباطاتو او انفارمیشن ټیکنالوجۍ وزیر تیره شپه د امریکې د بندیزونو په لسټ کښې د خپل نوم د شاملیدو په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې واشنګټن نه شي کولی د ایران د پرمختګ او پراختیا مخه ونیسي.

محمد جواد آذري جهرمي په خپل یو ټویټ کښې په دې خبرې سره چې یوازې دی د بندیزونو د کلب غړی نه دی، څرګنده کړه: له ما مخکښې سټارټ اپان، پراختیا ورکونکي، د کینسر ناروغان او په(اي بي) یعنې Epidermolysi bullosa ناروغۍ اخته ماشومان د امریکې له خوا له بندیزونو سره مخ شوې دي.

هغه څرګنده کړه چې انټرنیټ ته له آزادې لاسرسۍ به خپل ملاتړ جاري وساتي.

د ویلو ده چې د امریکې د خزانې وزارت پرون په بندیزونو باندې د دغه هیواد د حکومت د اعتیاد او روږتیا په دوام کښې د ایران د ارتباطاتو او انفارمیشن ټیکنالوجۍ وزیر په ایران کښې د انټرنیټ د سانسور کولو او غوڅولو په پلمه د بایکاټ کړو کسانو په نوملړ کښې شامل کړ.

 

ټیګونه

کمنټونه