Dec 08, 2019 04:47 Asia/Kabul
  • ايران او پاکستان د طبي او روغتيائي ملګرتياو پراختيا غواړي

د ايران د روغتيا، طب او طبي زدکړو وزير او د پاکستان د روغتيا قائم مقام وزير د دواړو هېوادونو د روغتيا او طبي ملګرتياو په پراختيا تاکيد وکړ.

د ايران د روغتيا، طب او طبي زدکړو وزير «سعيد نمکي» په تهران کښې د پاکستان د روغتيا قائم مقام وزير ا... بخش ملک په کتنه کښې وويل: د پاکستان طبي او روغتيائي مسائل د ايران لپاره ډېر اهميت لري.

نمکي همدارنګ د پولو ترمېنځ د بيمارانو د کنټرولونکو مرکزونو او لېبارټريو د جوړولو لپاره د ايران او پاکستان په تعلقاتو باندې په تاکيد سره وويل، ايران چمتووالے لري چې د روغتيا د فرسټ اېډ او وړومبنيو روغتيائي او سلامتيا د نظام د پراختيا په برخو کښې پاکستان ته خپلې تجربې انتقال کړي.

ا... بخش ملک هم په دغه کتنه کښېد دواړو هېوادونو ژورو تعلقاتو ته په اشارې سره وويل: پاکستان غواړي د سلامتيا په برخه کښې د بنيادي ډانچو په پراختيا کښې له ايران سره لا زياتې ملګرتياوې ولري.

د پاکستان د روغتيا قائمقام وزير همدارنګ پاکستان ته د سفر او د سلامتيا په برخه کښې د ملګرتيا د پراختيا لپاره د خبرو اترو د دوام په خاطر د ايران د روغتيا وزير ته بلنه ورکړه.

د پاکستان د روغتيا قائمقام وزير ا... بخش ملک د يو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ ايران ته سفر کړے دے.

 

 

ټیګونه

کمنټونه