Dec 08, 2019 15:50 Asia/Kabul

د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامی شورا د دوه سوه نوی استازو دټاکلو لپاره د یولسم پړاؤ او همداراز د تهران ،فارس ، خراسان شمالی ،خراسانی رضوی اوقم په پنځو حوزو کې د رهبرۍ د خبرګانو دشورا د پنځم پړاؤ لومړنی میڼځ پړاوه انتخابات د ۲۰۲۰کال د فرورۍ په یویشتمه نیټه په درست هیواد کې په دوه سوه اتو انتخاباتی حوزو کې ترسره کیږی .

 زمونږخبریال راپور راکړ  د ایران د انتخاباتو  د کمیشن مشر حمال عرف  نن په خبری کنفرانس کې د ایران د اسلامی شورا  د  کیدونکو انتخاباتو  د یولسم پړاؤ  د  کاندیدانو د نامو د بهیر  په باب د راپور او د احصایو  په وړاندې کولو سره  وئیلی دی ، د اسلامی شورا   د انتخاباتو د یولسم پړاؤ د کاندیدانو  دنامو لیکل  نهائی شوی  چې  دهغو کسانو په نظر کې په نیولو سره چې نامې  ئې ثبت کړی دی ،  شمیر ئې  شپاړس زره  یو سل پنځه څلویښت کسانوته زیات شوی دی . 

 عرف ددې خبرې په کولو سره چې  په نامو ثبتونکو کاندیدانو کې اته اتیا فی صده سړی ،  او دولس فی صده هم ښځې دی ، زیاته کړې ،  داسلامی شورا  د نمایندګۍ   له کاندیدانو درې زره دوه سوه  نهه کسان  له شپږدیرشو تر څلویښتو کلونو پورې عمرونه لری او  او دوه زره  اته سوه اوه دیرش نور هم  له دوه څلویښتو تر پنځه څلویښتو کلونو پورې عمرونه لری . 

 دایران د انتخاباتی کمیشن مشر  د  کاندیدانو دصلاحیّت  د ښودلو په باب هم وئیلی دی ،  له ننه   د  ایران  د اسلامی شورا د   کیدونکو انتخاباتو د  کاندیدانو دصلاحیّت ارزول هم له ننه پیلیږی .

ټیګونه

کمنټونه