Dec 09, 2019 12:29 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ښې چارې اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو .

د یمن د ملی ژغورنې د حکومت دفاع وزیر برید جنرال محمد العاطفی ټینګار وکړ مونږ د صهیونیسټ رژیم یوشمیر پوځی هدفونه په نظر کښې لرو او د حملې لپاره یوازې د حکم په تمه یوو  داسې خبر چې هیڅکله به د صهیونیسټ رژیم د خوشحالۍ سبب نشی .

د امریکا د پوځ یوه (۱)  متقاعد شوی جنرال په هیواد کښې د ځوانو انجلیو د یوه(۱) قاچاقچی په هکله له لس (۱۰) کاله تحقیق وروسته له پخوانی ولسمشر بیل کلینټن سره د نوموړی قاچاقچی له  نږدې ارتباط څخه پرده پورته کړه .

د عراق له مرجعیت څخه د خلکو د ملاتړ په دوام کښې د بصرې په زرګونو خلکو او قبائیلو د دغه ښار په واټونو کښې په لاریونونو سره د ستر مذهبی مرجع ایت الله سیستانی له لارښونو پیروۍ له اوسنی کړکیچ څخه د وتلو لپاره  د لارې نقشه وبلله .

د صهیونیسټ رژیم استخباراتی افسران په لیبیا کښې د جنرال خلیفه حفتر تر امر لاندې ځواکونو ته پوځی روزنې ورکوی .

شمالی کوریا  د توغندیو په هغه مرکز کښې چې تصور کیده ړنګ شوی دی ازموینه  ترسره کړه .

د امریکا د ولسی جرګې کانګرس مشرې میرمن نانسی پیلوسی د ولسمشر ټرمپ د استیضاح د دوسیې د پرمخ بیولو لپاره د ډیموکراټ ګوند له هڅې سره سره د اوکراین ګیټ د رسواۍ دوسیې ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پښې خلاصې کړی دی او ویلی یې دی چې په ټولو لارو چارو غور کوی او ټولې لارې په ولادیمیر پوتین ختمیږی .

د انګلستان اینډی پینډینټ ورځپاڼې وویل سعودی عربستان د بوسنیا له لارې په سوریې کښې ترهګرو ته وسلې استوی .

دا په داسې حال کښې دی  چې سعودی عربستان زر په دمشق کښې خپل سفارت له سره پرانیزی .

دمیانمار مشره او د سولې د نوبل جایزې ګټونکی ان سانګ سوچی د روهینګیا د مسلمانانو د عام وژلې په تور د غور لپاره د هیګ په نړیوالې محکمې کښې دشتون لپاره هالینډ ته تللی ده .

د یمن د علماو د ټولنې سیکرټر د سعودی عربستان د سمندری ځواک د یوه(۱) افسر لخوا د امریکا د فلوریډا د ډزو په خاطر له واشنګټن څخه د سعودی عربستان د علماو د پلاوی د خواخوږۍ په خندا وړ بللو  سره وویل د سعودی عربستان د دربار علما د معبد کاهنان دی او هغوې  اسلامی عالمان نه دی  .

دیمن په زرګونو ګوډاګیانو  چې د سعودی عربستان متحدان دی له ابوظهبۍ څخه د  عربستان په پیروۍ اعتراض کښې د سعودی عربستان له جنوبی سرحدونو شاتګ وکړ او د عربستان له ائتلاف څخه ووتل .

اوس به دتهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو .

د امریکا شپږ سوه (۶۰۰) حقوق پوهانو ولسی جرګې کانګرس ته په  یوه (۱)لیک کښې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح لپاره ډیرو شواهدو ته په اشارې سره له ولسمشرۍ څخه د هغه ته څنګ ته کیدا لپاره دکافی دلایلو د لرلو خبر ورکړ .

د روسیې پینځه(۵) زغرګاډی د سوریې رقه ښار ته رسیدلی دی .

له روسیې سره د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو د موافقې پراساس د روسیې عسکر له رقه ښار څخه  د داعش ترهګرې ډلې له وتلو وروسته دلومړی ځل لپاره دغه ښار ته ورغللی دی  .

د انګلستان مشهور شناندی رابرت فیسک ایشوا کړه سعودی عربستان د سوریې د ولسمشر بشار اسد له حکومت سره د مقابلې لپاره له بوسنیا څخه  په حلب کښې ترهګرو ته د وسلو د انتقالولو په کار کښې لاس لری .

مصر د فلسطین دحماس غورځنګ مشرانو ته وویل چې د  پیړۍ د معاملې په نوم د امریکا پلان اوس له مینځه تللی دی او ټاکل شوی ده چې د اوږدې مودې اوربند د هغه ځای ناستی شی .

د یمن د ملی ژغورنې دحکومت دفاع وزیر محمد العاطفی وویل له صهیونیسټ رژیم څخه چې د یمن پرضد د سعودی عربستان د ائتلاف په تیریو کښې شریک دی  غچ او انتقام اخیستل نږدی دی .

د عراق د کربلا قبائیلو دغه ښار ته په ورتلونکو  او  خارجیدونکو لارو کښې په شتون سره کربلا ته د ناپیژاندو کسانو د ورتلو مخه ونیوله .

د کربلا د قبایلو دغه اقدام د ښار د ساتنې او د امنیت او د ارامښت د رامینځته کولو لپاره ترسره شوی دی .

د امریکا د فلوریډا ایالت ګورنر یا والی ران ډسانټیس ددغه ایالت په هوایی اډې کښې په ډزو کښې د سعودی عربستان دیوه(۱) ښاریز ګډون ته په اشارې سره وویل سعودی عربستان باید د وژل شویو کسانو کورنیو ته ګرمه ورکړی .

په ملګروملتونو کښې د شمالی کوریا سفیر د پیانګ یانګ د اټومی بې وسلې کولو موضوع له امریکا سره د خبروارتو له میز څخه وویستله .

د  سوډان لومړی وزیر عبدالله حمدوک په یوه (۱) اقدام کښې د یمن له جنګ څخه د خپل هیواد دټولو عسکرو د ایستلو حکم ورکړ .

د سوریې د دیرالزور ولایت په ختیځ کښې د «العمر» د تیلو په میدان کښې د امریکا په غیرقانونی اډې د ناپیژاندو کسانو لخوا برید شوی دی او د امریکا عسکرو په توپونو سره  حملو کونکو ته ځواب ورکړی دی .

د فرانسې د حکومت د متقاعد کیدا په اصلاحاتو د اعتراض کونکو له کاربندیزونو سره په یووخت د اونۍ په اخری چټیانو کښې  په ټول هیواد کښې د خلکو سفرونه له خنډ سره مخامخ شوی .

 د سوریې پوځ په جنوب لویدیځ کښې د وسله والو ډلو په مرکزونو بریدونه وکړل .

ویل کیږی چې د سوریې پوځ د حلب په جنوب لویدیځ کښې په مزارع الملاح او الراشیدین سیمه کښې په النصره ډلې او دهغوې د هم تړونه ډلو په اډو حملې وکړې .

د عراق امنیتی ځواکونو او الحشد الشعبی ځواک په هیواد کښې د بریالیتوب د ارادې په نوم د عملیاتو د اوم (۷) پړاو د پیلولو خبر ورکړ .

دغه عملیات په کرکوک ، دیاله ، صلاح الدین ولایتونو کښې پیل شوی .

خوږو دوستانو اوس د کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم سرټکی له تاسو سره شریک کړو .

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په ترکیه کې د اسیا زړه کنفرانس او تر خوا یې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه کرښې تورې کړی دی.

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د اسیا زړه کنفرانس او بیا په سیمه کې د افغانستان اړیکو ته اشاره کړې او لیکلی دی، د اسیا زړه کنفرانس د دې لپاره جوړېږی چې له ترهګرۍ د مبارزې، د سازمان شویو جرمونو د را کمولو، د سوداګرۍ پراختیا او ټرانزیټ په برخو کې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې لا پیاوړی شی.

ورځپاڼه لیکی، افغانستان ته د امریکا په راتګ سره له سیمې سربېره د نړۍ ډېری هېوادونو په افغانستان کې د متحده ایالتونو له پوځی حضور څخه ملاتړ وکړ، خو اوس یو ډېر شمېر یې له ماموریت سره مخالفت دی.

ورځپاڼه زیاتوی، اوس ښکاری چې نه یوازې د سیمې هېوادونه له امریکا سره ستونزه لری، بلکې سیمه‌ییز رقابت د دې سبب شوی چې افغانستان د سیالۍ مرکز وګرځی، ځکه اوس سیمه‌ییز قدرتونه د افغانستان په اړه د نظر یووالی نه لری.

هېواد دولتی ورځپاڼې بیا د اسیا زړه کنفرانس د سولې خبرو لپاره یو ښه فرصت بللی دی.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلی، په استانبول کې د اسیا زړه کنفرانس داسې مهال جوړېږی چې د سولې لپاره هڅې له بل هر وخت چټکې شوی او له امریکا سربېره د سیمې هېوادونو د افغانستان په مشرۍ له بین الافغانی خبرو ملاتړ اعلان کړی دی.

ورځپاڼه وړاندې لیکی، د اسیا زړه کنفرانس یو فرصت دی چې په سیمه کې د پاکستان په لاس روزل شوې ترهګرې وڅېړل شی، افغانستان چې د سیمې د وصل په ټکی بدل شوی، لا به یې اهمیت ته اشاره وشی او د سیمې هېوادونه به لا متوجه شی چې د افغانستان له لارې کولای شی په اسانۍ سره نورو هېوادونو ته خپل توکی صادر کړی.

سرخط ورځپاڼې بیا خپله سرلیکنه کې د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډېدلو پایلو ته ځانګړې کړې.

ورځپاڼه لیکی، داسې مهال چې په افغانستان کې د ټاکنو د کولو اړوند ادارې شته، زیاتې پیسې پرې مصرف شوې، خو بیا هم ښکاری چې د منلو ظرفیت لا دود شوی نه دی.

ورځپاڼه زیاتوی، نږدې دوه لسیزې وشوی چې په افغانستان کې ټاکنې کېږی، خو هر ځل له جنجالونو سره مخ وی، یا کمېسیونونه دومره غیر مسلکی عمل وکړی چې په کې د حکومت مداخلې ته زمینه برابره شی او یا یې پایله نه منل کېږی.

د ورځپاڼې له قوله، د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د پایلو ځڼد دې ته زمینه برابره کړې چې یو شمېر سیاسی کړئ له همدې ټکی ګټه پورته کوی او ښیی چې د ولسمشرۍ ټاکنې بې اعتبار دی او باید موقت حکومت جوړ شی.

د ملی ارمان ورځپاڼې هم د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو موضوع را اخیستې او لیکی، د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې برمته شوی دی.

ورځپاڼه زیاتوی، ښکاری چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د بحران یوې نوې مرحلې ته ننوځی او د پایلو د اعلان برمته نیول، د افغانستان ستونزه نوره هم زیاتوی.

ورځپاڼه وړاندیز کوی چې ښکېل لوری باید د ټاکنو پایله ومنی او په هغه څه چې له وړاندې یې هوکړه کړې، پخلا شی.

 

ټیګونه

کمنټونه