Dec 09, 2019 14:40 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان ګډه پوځی ګزمه وکړه

زمونږ خبریال وایی د ایران او دپاکستان سرحد ساتونکو د نشه ایزو موادو له قاچاق او ترهګرۍ سره د مبارزې او د غیر قانونی تګ راتګ د مخنیوی لپاره په« تفتان »سیمه کښې ګډه سرحدی ګزمه ترسره کړه .

د ایران او دپاکستان په سرحدی ځواکونو سربیره د پاکستان د پوځ یوشمیر عسکرو او د ایران د سیستان او د بلوچستان ولایت یوشمیر پولیسو هم په دغه سرحدی ګزمې کښې ګډون وکړ .

ترهګرۍ تل په ګډو سرحدی سیمو کښې د ایران او د پاکستان یو(۱) اصلی مشکل دی په دې ډول چې په تیرې اکتوبر میاشت کښې د ایران څوارلس (۱۴) سرحد ساتونکی په یوه(۱) ترهګر اقدام کښې وتښتول شول او تراوسه یې یولس (۱۱) خوشی شوی خو درې (۳) نور اوس هم  د ترهګرو په قید کښې دی .

دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان پوځ د دا ډول اقدامانو د مخنیوی لپاره له ایران سره په  نهه سوه (۹۰۰) کلومیټره سرحد کښې د ازغن جال د لګولو کار پیل کړی دی .

بل خبر دا چې د پاکستان د پوځ مشر اصف غغور وویل چې ایران او پاکستان هیڅ ګډه ګزمه نه ده کړي او زیاته یې کړه  که چیرې د ګزمې او یا دپوځي عملیاتو ضرورت وي نو اړونده عسکر په خپلو سیمو کښې ګزمي کوي .

دغه راز د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک مشر حسین خانزادي  پاکستان ته رسیدلی دی او دپاکستان د سمندري ځواک مشرظفر محمود عباسي یې هرکلی کړی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه