Dec 10, 2019 13:28 Asia/Kabul
  • د ایران د لیندۍ د ۱۹ نیټې  ځینې مطبوعات

په فلوریډا کې د سعودی افسر په ترهه ګرو عملیاتو پسې په ټرمپ داخلی دباونه زیات شوی دی .

 

جمهوری اسلامی

 

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی د محصلینو ورځې په مناسبت د محصلینو په ټول کی وویل محصل باید په قدرت نیوکه وکړی .

د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف ویلی دی ایران  له امریکا سره د بندیانو د مبادلې لپاره تیار دی .ورځپاڼه په دې هکله لیکی چی  د اسلامی ایران خارجه وزیرمحمدجواد ظریف پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی  دی،په روانې اونۍ کې په امریکا کې د ایرانی څیړاند دبرمته ګرۍد پیښې له حل کیدو وروسته  تهران د زندانیانو دمبادلې لپاره  بشپړ تیار دی.

 جواد ظریف ددې خبرې په کولو سره چې پر امریکا هیڅ  اعتماد نشی کیدلی خو بیا هم اسلامی ایران هیڅکله هم دخبرواترو دروازه نه  بندوی او په دې اړه خبرې کیدلی شی او  دبندیانو دمبادلې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره غونډسکه د امریکا په کورټ کې ده .

 د  ایران د پوهنتون یو نامتو استاد اوڅیړاند ډ اکټر مسعود سلیمانی دشنبې په شپه په امریکا کې له یوه کلنې برمته ګرۍ او غیر قانونی بندی کیدا وروسته  خوشی اوتهران ته راستون شوی  او همداراز  د ایران دملی امنیت دلوړې شورا  په تصویبیدا او د ایران د امنیتی ا و قضائی اورګانونو په ملګرتیا او موافقې سره امریکائی ښاریز ژئو وانګ چې د جاسوسۍ په جرم په ایران کې بندی ؤ، د اسلامی تعلیماتو او بخښنې په اساس  خوشی شوی او د سویس دچارواکو په مینځګړیتوب سره  امریکا ته بیرته ستون کړائ شوی دی .

د ایران او عمان ترمنیځ د سمندري ټرانسپورټ موافقه لاسلیک شوه .  

دعراق پوځ د الحشد الشعبی ولسی مبارز غورځنګ بشپړ ملاتړکوی . د عراق د پوځ  دعمومی قوماندان ویندوی عبدالکریم خلف  د یوې اعلامیې په  خپرولو سره   له داعش ترهه ګرې ډلې سره په مبارزې کې  د الحشد الشعبی ولسی مبارز ځواک  بریالی  کړچار ته په اشارې سره وئیلی دی ، دغه مبارز ځواک  د  وسلوال ځواک د عمومی قوماندان  په توګه د لومړی وزیر تر  امر لاندې  دی او مقرره نده  چې له بغداده ووځی .

 

کیهان

د ایران د ایټمی انرژۍ د موسسې ویندوی کمالوندی وایی نن د ایران د ایټمی صنعت لپاره نه کیدونکې کار وجود نلری .

د چین په حکومتی ادارو کې له بهرنیو سافټ وییرونو او تجهیزاتو استفاده منع شوه .

د سټاک هوم سولې موسسه په یوه راپور کی وایی چی امریکا په ۲۰۱۸ میلادی کال کی د وسلو له بازاره ۲۴۶ میلیارډ ډالره عاید ترلاسه کړې دې .

په فلوریډا کې د سعودی افسر په ترهه ګرو عملیاتو پسې په ټرمپ داخلی دباونه زیات شوی دی .

د ایران په پارلیمانی انتخاباتو کې د ګډون لپاره۱۶زره کسانو نومونه لیکلی دی .

ټرمپ شمالی کوریا وګواښله او پیونګ یانګ هم په ځواب کې ویلی دی له لاسه ورکولو لپاره هیڅ نلرو .

د پاکستان لومړی وزیر د هند تر کنټرول کې په کشمیر کې د بشری حقوقو په خلاف ورزۍ غبرګون وښوده . عمران خان وویل هند له کلونو مخکې په کشمیر کې د بشری حقوقو خلاف ورزۍ کوی .

ده زیاته کړه نړیواله ټولنه او هغه هیوادونه چی له بشری حقوقو د ملاتړ ادعا کوی ، باید په دغې مسلې غبرګون وښی . د پاکستان د تحریک انصاف مشر وویل د کشمیر خلک حق لری د خپل راتلونکی لپاره فیصله وکړی او باید پخپله خپل برخلیک وټاکی .

هندوستان کلونه کیږی د زرګونو عسکرو په ځای پر ځای کولو سره د کشمیر ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی او په تیرو دریو لسیزو کې یې په لسګونو زره کسان وژلی دی .

 

همشهری

د اسلامی ایران ولسمشر روحانی د محصلینو په ټول کی هغه خبرې اترې چی د دښمن د نقشې او دسیسې د ماتیدا سبب شی ، ضروری او یو انقلابی کار وباله .

په فرانسې کښې کاربندیزونه دوام لری . په فرانسې کښې د کاربندیزونو دوام چې د دسمبر د میاشتې له  پینځمې نیټې پیل  شوی د هیواد په عمومی ټرانسپورټ کښې ګډوډۍ رامینځته کړی ده . د متقاعد کیدا د نظام د اصلاح په پروګرام  په اعتراض کښې  په فرانسې کښې نوی عمومی مظاهرې او کاربندیز په پاریس ، ایل ډو فرانس او ځینو نورو سیمو کښې رامینځته شو او اوس هم دهیواد په بیلابیلو برخو کښې دوام لری . د فرانسې لومړی وزیر ایډورډ فیلیپ ویلی دی چې حکومت به په راتلونکی چهارشنبې ورځ د متقاعد کیدا د نظام د اصلاح په هکله دخپل پروګرام جزیات اعلان کړی .

افغان حکومت له اداری فساد سره په مبارزې کې پر ناکامۍ ټینګار وکړ

ورځپاڼه په دې اړه لیکی د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش ټینګار وکړ  هیواد یې له اداری فساد سره د مبارزې لپاره د یوه خپلواکه اورګان په جوړولو کې ناکام شوی دې . ده زیاته کړه تراوسه په افغانستان کی د اداری فساد مافیا کڼترول شوی نده او په دغه هیواد کی له قانون  او حاکمیت تیښته وجود لری .

له دې مخکې هم  په کابل کی د ملګرو ملتو استازندویه دفتر له افغان حکومته غوښتی وو چی له فساد سره د مبارزې لپاره هڅه وکړی .

اداری فساد د افغانستان د حکومت یو ستر چیلنج دې چی د نړیوال شفافیت ادارې د اعلان په اساس  افغانستان د نړۍ د ډیرو فاسدو هیوادونو په لیسټ کې شامل دی .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه