Dec 10, 2019 15:05 Asia/Kabul
  • په سيمه کښې د صلحې او امنيت له ټينګښت سره د مرستې لپاره د ايران په چمتووالي د ظريف تاکيد

«د بهرنيو ځواکونو شتون هيڅکله د اېشيا د سيمې لپاره ثبات او قراري نه ده لرلې.» د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف پرون ماسپښين د ترکيې په استنبول کښې د اېشيا زړۀ نومې د وزيرانو په اتمه غونډه کښې په يوه وېنا کښې د دغې خبرې په کولو سره په سيمه کښې د صلحې او امنيت په باره کښې د ايران د نظر وضاحت وکړ.

تجربه ښودنه کوي چې امريکه هيڅکله په سيمه کښې د امنيت د رامنخته کولو يا د ترهه ګرۍ د جرړو د وېستلو په لټه کښې نه او نه ده. امريکه په حقيقت کښې د داسې لانجو، بحرانونو او جنګونو سبب ده چې په وروستيو څو لسيزو کښې د افغانستان په شمول د اېشيا په لويديځ باندې وتپل شول.

ظريف د استنبول په غونډه کښې د دې په بيانولو سره چې ايران د افغانستان د حکومت په مرکزيت سره د طالبانو په شمول د ټولو سياسي ډلو ټپالو په مشارکت سره د افغانانو تر مالکيت او لارښونې لاندې د افغان –افغان صلحې د بهير ملاتړ کوي، وويل: پکار دي له هغو وسيلو څخه چې زمونږ په اختيار کښې دي د بُن د ۲۰۰۱ کال د کانفرنس په تېره بيا د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون په چوکاټ کښې د کاميابيو د ساتنې په لړ کښې د صلحې د بهير د آسانولو په خاطر هر ډول سياسي حل لارې ته د رسېدو لپاره د يوې مضبوطې ستنې په توګه استفاده وکړوو.

د استنبول په غونډه کښې د ظريف څرګندونې هغو ګواښونو ته نېغ په نېغه اشاره ده چې په سيمه کښې د پرديو لاسوهونکو سياستونو په وجه رامنځته شوي دي. ظريف په همدې لړ کښې دا خبره په ګوته کړه چې پکار دي په افغانستان کښې د داعش مخ په زياتېدو ګواښ چې د زياتو وينو بهېدو او د خطرناکو فرقه ايزو ګروهنو سبب شو هېر نه کړوو. هم هغه ډول چې هيچا په سوريې او عراق کښې د داعش او نورو افراطي ډلو له جوړولو او ملاتړ څخه څه ګټه حاصله نه کړه، په افغانستان او مرکزي اېشيا کښې له پراخولو څخه به هم څه ګټه د هغوي په برخه نه شي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي په خپلو بياناتو کښې په ځلونو فرمايلي دي چې امريکه په سيمه کښې د امنيت د رامنځته کولو وس نه لري. د دې حقيقت يوه څرګنده نمونه په افغانستان کښې د امريکې څوارلس کلن شتون دے چې نه يوازې  يې د افغانستان د خلقو لپاره هيڅ امنيت رامنځته نه کړ بلکه امنيتي حالات يې لا زيات خراب کړي دي.

سياسي نظريه پرداز او شناندے ساموئل هانټينګوټن شپاړس کاله مخکښې په فارن افئرز نشريه کښې وليکل:

د نړۍ د زياترو خلقو له نظره امريکه په يو خپل سري ابرقدرت او د ټولنو په اړه په يوازېني ستر بهرني ګواښ د بدلېدو په حال کښې ده.

په داسې حالاتو کښې په افغانستان کښې د صلحې د ټينګښت لپاره سيمه ايزو او نړيوالو هلو ځلو ته چټکتيا ورکول په سيمه کښې د ناامنۍ له مشکله د تېرېدو يوازېنۍ لار ده. د ايران اسلامي جمهوريت په دې زمينه کښې د خلقو د مشکلاتو د کمولو لپاره له افغانستان سره له هيڅ مرستې ډډه نه ده کړې.

ايران  ارتباطي لارو ته د اسانې لاسرسائۍ لپاره او د آبادونې او اقتصادي مرستو او خدماتو په وړاندې کولو سره او همدارنګ د زدکړو، روغتيائي او معالجاتي خدماتو  له نظره له افغان کډوالو څخه د ملاتړ او کورباتوب په څو لسيزوکښې په دې زمينه کښې په لوړه سطح کښې خپل رول لوبولے دے.

ايران د فغانستان له اقتصادو او معيشت سره د مرستو لپاره هم د چابهار سټراټيجک بندر له لارې نړيوالو اوبو ته د آسانې لاسرسائۍ په شمول يو لړ نورې اسانتياوې رامنځته کړې دي. په اوس حال کښې ايران د شمال – جنوب کورېډور د اصلې برخې په توګه د چابهار – زاهدان د رېل پټلۍ د تکميل په حال کښې ده. دغه رېل پټلۍ افغانستان او د مرکزي اېشيا هېوادونه د چابهار له لارې له آزادو اوبو سره تړي. ايران همدارنګ د صلحې لپاره د خبرو اترو په ډګر کښې هم له هغو ټولو لورو سره ملګرتيا ته چمتو دے چې دغه  هدف ته رسېدل غواړي.

له دغو ملاحظاتو سره سره  په استنبول کښې د اېشيا زړۀ نومې غونډه کښې د ظريف وېنا د اېشيا په لويديځ کښې د صلحې او امنيت د ټينګښت د لارو چارو د رامنځته کولو د ضرورت په اړه د ايران په روڼو نظرونو باندې د يو ځل بيا تاکيد په معنا ده.

--------

 

ټیګونه

کمنټونه