Dec 11, 2019 04:09 Asia/Kabul
  • د افغانستان د سولې په خبرو کښې لاسوهنه د نه منلو وړ ده

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف د افغانستان له یوه(۱) ټیلی ویژن چینل سره په مرکه کښې چې بیګا خپره شوه وویل د افغانستان د سولې په خبرو اترو کښې د پردیو هیوادونو لاسوهنه د تهران لپاره دمنلو وړ نه ده .

هغه په دې خبرې سره چې سوله د افغانستان د خلکو ترمینځ ده او  د کابل حکومت باید د مذاکراتو مدیریت په لاس کښې ولری زیاته کړه طالبانو ډله هم باید د سولې د خبرو اترو یوه (۱) برخه ووسی .

د ایران اسلامی جمهوریت د سیمې او دنړۍ د یوه (۱) اغیزشیندونکی هیواد په توګه تل له سیاسی لارو او په خبرو اترو سره د افغانستان په شمول د سیمې د کړکیچونو دحل هڅه کوی .

د ایران د  اسلامی جمهوریت چارواکو تل ویلی دی په افغانستان کښې د ایران د هڅو چورلیز د افغانستان دننه د کابل د حکومت لخوا د ثبات او د امنیت رامینځته کول دی او تهران به په دې زمینه کښې له هیڅ هڅې ډډه ونکړی .

 

ټیګونه

کمنټونه