Dec 11, 2019 04:41 Asia/Kabul
  • ایران له بشری حقوقو هرډول ناوړه استفاده ردوی

زمونږ خبریال وایی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوی د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست د مسول بیانیې ته په غبرګون کښې وویل د ایران اسلامی جمهوریت د خپلواکه هیوادونو پرضد له بشری حقوقو څخه هرډول سیاسی او اوزاری استفاده د نه منلو وړ چاره ګڼی .

د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست نوی مسول جوزپ بورل په تیرې یکشنبې ورځ په یوې(۱) لاسوهونکی بیانیې کښې ایران د بشری حقوقو په خلاف ورزۍ او له اعتراض کونکو سره له تاوتریخوالی په ډک چلند تورن کړ .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوی په  امنیتی سیاست او خارجی چارو کښې د اروپایی اتحادیې د نوی مسول په بیانیې د خواشینۍ په څرګندولو سره دغه بیانیه د ناسمو اطلاعاتو له کبله وبلله او ټینګار یې وکړ د خلکو د حقوقو رعایتول د ایران د  اسلامی جمهوریت لپاره د یوه (۱) ولسواکه نظام په توګه یو (۱) اصل دی او د ایران د ملی امنیت ژمنتیا هم ده .

موسوی وویل په تیرو څلویښتو(۴۰) کلونو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت کړچار هم په ښه ډول د خلکو د حقوقو د ساتلو او د بشری حقوقو د لوړتیا لپاره د ایران د جدیت نښه ده او ولسی اعتراضونه او د غونډو ترسره کول په ایران کښې د خلکو په پیژندل شویو حقوقو کښې شامل دی .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوی زیاته کړه ایران اروپایی اتحادیه د دغه اتحادیې پام  په ځینو غړو هیوادونو یا د دوې په ملګرو هیوادونو کښې د بشری حقوقو خلاف ورزیو ، د اټومی  تړون په وړاندې د خپلو ژمنو نه  پوره کولو او د امریکا د غیر انسانی او  د یواړخیزه بایکاټونو له کبله د ایران دڅه دپاسه اتیا (۸۰) میلیونه ښاریزو د حقوقو خلاف ورزۍ ته اړوی .

 

ټیګونه

کمنټونه