Dec 11, 2019 15:16 Asia/Kabul
  • روحاني: د سيمې د خلقو په خلاف د امريکې دسيسې به له ماتې سره مخامخ شي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: د ايران، عراق، سوريې، لبنان، افغانستان، پاکستان، يمن او د سيمې د نورو هېوادونو په خلاف د امريکې دسيسې به له ماتې سره مخامخ شي.

ولسمشر حسن روحاني نن د کابينې په غونډه کښې وويل: د سيمې خلق بې له څه شکه د دښمنانو د دسيسو په وړاندې ټينګ اودرېدې شي چې د ايران ملت هم په دې زمينه کښې تل مخکښ دے.

ډاکټر روحاني د دې په بيانولو سره چې د ايران حکومت حتی د يوې شېبې لپاره د دښمن له پلانونو او بنديزونو غافله نه ؤ او نه دے واضحه کړه، ايران د کورني توليد د مضبوطولو او خبرو اترو په شمول له مختلفو لارو د دښمنانو دسيسې ناکاموي.

ولسمشر همدارنګ د اسلامي انقلاب له کاميابۍ نه وروسته کلونو کښې د هېواد پرمختګ ته په اشارې سره وويل، د بائيو ټېکنالوجۍ په زمينه کښې د ايران پرمختګ تقريباً د يو ميليارډ ډالرو بې نيازي او خودکفائي لرلې ده او کړې شوي دي د درملو او نورو سامانونو له وارېدو څخه مخنيوے وکړي.

 

 

ټیګونه

کمنټونه