Dec 13, 2019 13:56 Asia/Kabul
  • د خلکو د دفاع په نوم له بشري حقوقو د لویدیځ اوزاري استفاده

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي د ایران له وروستیو ناکراریو او پيښو په سیاسي ګټه پورته کونه کښې د جرمني د خارجه وزیر یواړخیز دریځونه وغندل.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر پرون هایکو ماس د دغه هیواد په پارلیمان کښې مدعي شو چې په ایران کښې د وروستیو اعتراضونو په بهیر کښې سلګونه کسان وژل شوې دي او پکار دي چې د دغو پیښو په تشدد سره ځپنه وغندله شي.

له دې مخکښې هم د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورِل د ایران په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې سره له وروستیو ناکراریو په سیاسي ګټه پورته کونې سره په ایران باندې یولړ تورونه پورې کړل.

د ایران له خلکو په ملاتړ کښې د اروپا د سیاسي مسئولانو دریځونه په داسې حال کښې دي چې هم دا اروپايي هیوادونه د ایران د خلکو خلاف د امریکې د اقتصادي ترهګرۍ په سیاست کښې ملګرې شوې دي او په عملي توګه یې د بشري حقوقو خلاف ورزي کړې ده. د اروپایانو سیاسي او دوه ډوله دریځونه پخوانی مخینه لري او د اسلامي انقلاب تاریخ ته یوه کتنه ښودنه کوي چې جرمني د ایران خلاف د عراق د صدام د بعث رژیم د جنګ په دوران کښې دغه رژیم ته وژونکي کیمیاوي وسلې ورکړې وې.

له لویدیځو کیمیاوي وسلو د عراق د صدام رژيم د استفادې پایلې د ایران د خلکو په ژوند کښې لاهم د لیدو او احساسیدو وړ دي. د لازیات غور وړ ټکی، د ایران خلاف د صدام د رژیم د تپلي جنګ په دوران کښې د جرمني د جوړو کیمیاوي وسلو له امله د رامینځته شویو زړو زخمونو په شمول د سختو ناروغیو د درملنې لپاره ایران ته د درملو د واردیدو د مخنیوي په لړ کښې د امریکې له اقتصادي ترهګرۍ سره د جرمني ملګرتیا ده.

پر دې سربیره، د جرمني په ګډون د ځینو اروپايي هیوادونو لخوا لویدیځې آسیا ته د ماډرن وسلو رسول چې یوازنۍ نتیجه یې د یمن په شمول نورو هیوادونو کښې د بې ګناه خلکو په تیره بیا د ښځو او ماشومانو وژل، د جنګي جنایتونو ترسره کول او ویرانۍ رامینځته کول دي، د لویدیځ د بشري حقوقو د تعریف یوه بله بیلګه ده.

د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ دې څرګندو مواردو ته په پام سره تمه ده چې د جرمني خارجه وزیر او نور اروپايي چارواکي د دوه ډوله او یوازې د سیاسي دریځونو د غوره کولو پر ځاې، د بې طرفۍ د اصل او په حقیقتونو باندې د پوهیدو په اساس د بشري حقوقو د بنیادي اصولو د خیال ساتنې ضرورت په نظر کښې ولري.

د ایران حکومت د پټرولو د بیې له لوړیدو وروسته د وروستیو ناکراریو او اعتراضونو په دوران کښې د خلکو حقیقي غږ اوریدلی دی او د مخالفانو او لانجه مارانو لیکه، د خلکو له حقو او حقیقي اعتراضونو بیله ګڼي.

په هم دې لړ کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند پرون وویل: ایران په وروستیو ناکراریو کښې د دښمنانو او د بیګناه خلکو د قاتلانو او د هغوي د بهرنیو ملاتړو لیکه په پریکنده توګه د معترضانو له نظریو جلا ګڼي او د تحقیقاتو د پایلو په معلومیدو سره به د ایران د خلکو د حقوقو د احترام لپاره ضروري فیصلې وکړي.

د وروستیو ناکراریو په بهیر کښې د اروپايي هیوادونو او امریکې دریځونو په ښه ډول وښودله چې هغوي له اعتراضونو په ګټه پورته کونې سره د خپلو سیاسي ګټو په تکل کښې دي او د ایران له خلکو او له بشري حقوقو د دفاع ادعا یې د مکر د اوښکو په معنا دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه