Dec 14, 2019 15:32 Asia/Kabul
  • د ایران د لیندۍ د ۲۳ نیټې ځینې مطبوعات

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي د ایران له وروستیو ناکراریو او پيښو په سیاسي ګټه پورته کونه کښې د جرمني د خارجه وزیر یواړخیز دریځونه وغندل.

 

جمهوری اسلامی

 

په ایران د امریکا او اروپا په تور لګولو کې یوه بله ناکامی ثبت شوه ، د ملګرو ملتو سرمنشی د ایران له ایټمی او توغندوی سیاست ملاتړ وکړ . ګوتریش په ښکاره په ایټمی موافقه کې د ایران د سیاست ملاتړ کړی دی . ده همداراز ویلی دی چی د ایران  توغندوی پروګرام د امنیت شورا د پریکړه لیک خلاف ورزۍ نده .

د عراق ستر مجتهد ایت ا... سیستانی ویلی دی په عراق کې د چارو د اصلاح لپاره جنګ  له ترهه ګرۍ سره له مبارزې سخت دې .

وال سټریټ ژورنال لیکی چی عربستان له ایران سره د تاوتریخوالی په کمولو پسې دې .

ملګرو ملتو ویلی دی چی د هند ښاریزیتوب نوې قانون مسلمانانو پرضد تبعیض دې .

جانسون د انګلستان په انتخاباتوبریالی  شو .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي د ایران له وروستیو ناکراریو او پيښو په سیاسي ګټه پورته کونه کښې د جرمني د خارجه وزیر یواړخیز دریځونه وغندل.

د لبنان د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصر ا... وویل  امریکایان هڅه کوي چې په لبنان کښې له هر ډول ولسي اعتراض د خپلو ګټو په لړ کښې کار واخلي.

 

کیهان

د ایران د سپاه ځواک قوماندان سردار سلامی ویلی دی که دښمنان له شرارته لاس وانخلی نو ګټه به یې وسوزوو .

د لبنان د حزب ا... عمومی منشی سید حسن نصر ا... ویلی دی ایران په یوازې سر د امریکا یا اسراییلو حملو ته د ځواب ورکولو توان لری .

د ملګرو ملتو سرمشنی ګوتریش وایی چی امریکا د ایران په ضد په بندیزسره د۲۲۳۱پریکړه لیک خلاف ورزی کړی ده . ورځپاڼه په دې هکله لیکی چی د ملګروملتوسرمنشی آنتونیوګوتریش د ۲۲۳۱ پریکړه لیک  د اجرا په باب امنیت شورا ته پخپل پړاویز راپور کې  وئیلی دی ، امریکا د  ایران  په ضد په بندیز سره  د ملګروملتو ددغه پریکړه لیک خلاف ورزی کړې ده .

آنتونیو ګوتریش  په دغه راپور کې  له جامعې نړیوالې ایتمی موافقې د امریکا  په وتلوخواشینی څرګنده  کړی او وئیلی ئې دی ،د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک  په اساس  درست هیوادونه باید  له   ایران سره  آزاد تجارت وکړل شی .

  ګوتریش  په دغه راپو رکې همدرااز د امریکا  په وسیله  له رامینځةکړائ شوو زیاتو چیلنجونو سره سره جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته د ایران د پابندۍ  هم هرکلی کړی دی .

 د ملګرو ملتو سرمنشی  وئیلی دی،ایران تر دې دمه د ایټمی انرژۍ  دنړیوال آژانس د ډیرو راپورونو په اساس دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې د مادو په اساس خپلو ژمنو ته   په بشړتوګه  پابند  دی .

خلیلزاد د پاکستان له خارجه وزیر سره وکتل . شاه محمود قریشي چې په اسلام آباد کښې یې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ځلمي خلیلزاد سره خبرې کولې، وویل پاکستان هیله مند دی چې د مذاکراتو بیا پیلول به مثبتې پایلې ولري.

د دمشق حکومت وایی امریکا په رقه کې د زرګونو کسانو قاتله ده نو ځکه باید محاکمه شی .

د انګلستان محافظه کار ګوند انتخابات وګټل .

په بغداد کې د امریکا او سعودی د ګوډاګیانو په تازه جنایت کې ، یو شپارس کلن ځوان وواژه ، جنازه یې ځوړنده کړه او بیا یې ورسره یادګازری عکسونه واخیستل .

د هند خلکو د مسلمانانو پرضد د بې ، جې ، پی حکومت د نوی قانون په اعتراض کې مظاهرې وکړې .

 

جوان

 

د ایران د اسلامي شورا مشر لاریجانی  د آسیايي پارلیمانونو په دولسمې عمومي ټولنې کښې د ګډون لپاره ترکیې ته سفر کوي.

 

د امریکا بایکاټونو خوړو او درملو ته راورسیدل . امریکا د درملو د بایکاټ استثنا والې لغوه او د بشر دوستانه مرستو په وړاندی کولو کې د بایکاټونو د منفی اغیزو ماده له تصویبیدا سره مخالفت وکړ .

 

د لبنان د حزب ا... عمومی منشی سید حسن نصر ا... وایی امریکا په ایران د دباو اچولو په هدف د سیمې په اعتراضونو سپریږی .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت الله محمدعلی موحدی کرمانی د ایران د خلکو د معیشتي ستونزو د هواري په ضرورت ټینګار وکړ.

د ستنیدو د حق د لاریون په ۸۴ جمعه پنځه فلسطینیان زخمي شول . د فلسطین روغتیا وزارت وویل د غزې په تړانګه کښې د ستنیدو د حق د لاریو په څلور اتیایمه جمعه د صهیونیسټي رژيم د پوځیانو د ډزو له امله لږترلږه پنځه فلسطینیان ژوبل شوې دي.

 

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه