Dec 14, 2019 16:10 Asia/Kabul
  • د امریکا ایرانی ضد بایکاټونه د بشریت پرضد د جنایت ښکاره بیلګه دي

که په ایران کې کوم شرکت د درملو او خوړو د برابرولو اقدام وکړی نو په عملی توګه د بانکی نقل او انتقال له مشکلاتو سره مخامخ کیږی

د ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوی نن د ایران لپاره د درملو او خوړو د نه بایکاټ والی په اړه د امریکایانو د ادعا په ردولو سره زیاته کړه که په ایران کې کوم شرکت د درملو او خوړو د برابرولو اقدام وکړی نو په عملی توګه د بانکی نقل او انتقال له مشکلاتو سره مخامخ کیږی . موسوی جوته کړه د ایران پرضد د امریکا بایکاټونو درستو نړیوال او بشری حقوقو قوانین تر پښو لاندې کړی دی .

د ایران د خارجه وزرارت ویندوی همداراز په نږدې راتلونکی کی جاپان ته د ایران د ولسمشر ښاغلی روحانی سفر ته په اشارې سره وویل جاپان د روغ نیت له مخې د تاوتریخوالی د کمولو لپاره وړاندیزونه  وړاندی کړی چی هیله من یم جاپان ته د ښاغلی روحانی په سفر کې تهران او ټوکیو مطلوبې نتیجې ته ورسی .

 

 

ټیګونه

کمنټونه