Dec 15, 2019 04:58 Asia/Kabul
  • اسیایی ډیپلوماسۍ د امریکا خوځښتونه ناکامه کړل

زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی وویل د سوریې د مسلې په هواری کښې د روسیې د ترکیې او د ایران رول لوبول د اسیایی ډیپلوماسۍ د راڅرګندیدا بیلګه ده او تر ډیره حده د امریکا او د ترهګرو ګډې ماجراغوښتنې له ماتی سره مخ شوې .

علی لاریجانی پرون د ترکیې په انتالیا کښې د اسیا د پارلمانونو په دولسمې (۱۲) غونډې کښې په دې خبرې  سره چې اسیایی ډیپلوماسۍ د نړیوال ډګر ترټولو زیات خوځښت لرونکی ظرفیتونه لری وویل له چین سره د تعرفې د جنګ ، د روسیې او د ایران پرضد د بایکاټونو دلګولو ، د ترکیې په  هکله د مشکلاتو د رامینځته کولو او دسیمې له ځینو هیوادونو څخه د کلنګ د اخیستلو په شان غلیمانه کړچارونه د دې ښودنه کوی چې لویدیځ هیوادونه په تیره بیا امریکا د اسیا د مقام لوړیدل نه زغمی .

د ایران د پارلمان مشر علی لاریجانی په سیمه کښې د د بې ثباتۍ د رامینځته کولو او له ترهګرو د ملاتړ په شمول د امریکا ځینو ورانکارو اقداماتو ته په اشارې سره ډاګینه کړه په دې زمینه کښې د تجارتی ، د پیسو د تبادلو ، د امنیتی او د پوځی تړونونو او د اسیا د علمی او د ټیکنالوژۍ د ملګرتیاو د جوړښتونو رامینځته کول له مخکې څخه زیات ضروری دی  .

Image Caption

 

 

ټیګونه

کمنټونه