Jan 04, 2020 12:43 Asia/Kabul
  • امریکا باید د ایران د غچ د اخیستلو په تمه ووسی

زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د قومندان ځاې ناستی برید جنرال علی فدوی وویل امریکا باید د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیمانی د جنایت له عواملو څخه د ایران د سخت انتقام په تمه ووسی .

هغه د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیمانی له ټرور وروسته د امریکا پیغامونو ته په اشارې سره وویل امریکا له ایران څخه غوښتی دی چې د ایران اسلامی جمهوریت د واشنګټن له جنایت سره متناسب له امریکا بدل واخلی خو امریکا  نشی کولای چې کومه دنده وټاکی .

برید جنرال فدوی د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان په ټرور کښې له بې پایلوټه الوتکو او لیزری توغندیو د امریکا استفادې ته په اشارې سره وویل دغه عملیات له پوځی نظره چندانی ارزښت نلری .

هغه ټینګار وکړ د مقاومت جبهه په پراخې جغرافیې سره د سخت انتقام عملی کولو ته تیاره ده او دغه غچ به حتما په یوه(۱) ښه وخت او په ترټولو ممکن ډول واخیستل شی.

 

ټیګونه

کمنټونه