Jan 13, 2020 06:32 Asia/Kabul
  • د سيمې د نامناسب حالت وجه د امريکې او د هغې د انډيولانو فساد جوړونه ده

د اسلامي انقلاب معظم رهبر بېګا د قطر د امير شېخ تميم بن حمد آل ثاني او ورسره د پلاوي په کتنه کښې تاکيد وکړ: په اوسنيو حالاتو کښې سيمه له مخکښې زياته د سيمې د هېوادونو د تعلقاتو پياوړتيا او د پرديو د القاء ګانو د تاثير نه قبلولو ته ضرورت لري.

حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي د سيمې اوسني حالات نامناسبه وبلل او زياته يې کړه، د دغه حالت وجه د امريکې او د هغې د انډيوالانو فساد رامنځته کول دي او ورسره د مقابلې يوازېنۍ لار په سيمه ايزو کورنيو ملګرتياو باندې تکيه ده.

دوي د ايران او قطر ښو سياسي تعلقاتو ته په اشارې سره واضحه کړه چې د دواړو هېوادونو اقتصادي تعلقات د سياسي تعلقاتو په اندازه نه دي او پکار دي په ګډو برخوکښې د ايران او قطر ملګرتياوې له مخکښې نه زياته پراختيا ومومي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر تاکيد وکړ: البته ځينې په تېره بيا هغه چې د دنيا له بل سره دې سيمې ته راغلي دي د سيمې د هېوادونو د ملګرتياو پراختيا نه غواړي خو دا موضوع له هغوي سره څه تعلق نه لري  او د سيمې هېوادونه او ملتونه نور حکمونه او مداخلتونه نه مني.

په دغه کتنه کښې د ايران ولسمشر حسن روحاني هم موجود ؤ. د قطر امير شېخ تميم بن حمد آل ثاني د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره په کتنه د خپلې زياتې خوښۍ او خوشحالۍ په څرګندولو سره  د سيمې حالات سخت وبلل او وې ويل: مونږ د سيمه ايزو ملګرتياو د زياتېدو د لازموالي په اړه د جنابعالي له خبرو سره پوره اتفاق لروو او باوري يوو چې د سيمې د هېوادونوترمېنځ بشپړه خبرې اترې اوشي.

 

ټیګونه

کمنټونه