Jan 14, 2020 06:18 Asia/Kabul
  • ایران د برطانوي چارواکو اقداماتو او څرګندونو ته غبرګون وښود

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې په تهران کښې د بریطانیا د سفیر غیرقانوني او غیرمسلکي اقدام او په یوه داخلي تجمع کښې د هغه مشکوک شتون او هم د نورو انګلیسي چارواکو بې ځایه څرګندونې وغندلې.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دغه بیانیه کښې په عراق کښې د سپاه پاسداران د مشهور قومندان ډګر جنرال سردار قاسم سلیماني په شهیدولو کښې د امریکې د وروستي ترهګر اقدام په اړه د بریطانیا د وزیراعظم او هم داشان د دغه هیواد د خارجه او دفاع وزیرانو د نه منلو وړ څرګندونې وغندلې او ټینګار یې وکړ چې په تهران کښې په یوې کورنۍ تجمع کښې د انګریز سفیر شتون د ایران په کورنیو چارو کښې څرګنده لاس وهنه او پر سفارتي اړیکو د واکمنو اصولو خلاف کار دی.

په دغه خبرپاڼه کښې هم داشان د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د لازیاتو بندیزونو د لګولو په هکله د بریطانیا د خارجه وزیر پرونیو ګواښونو ته په اشارې سره راغلې دي: څرګنده ده چې د خطرناکې محاسباتي تیروتنې په بنیاد لاهم ایراني ضده توهمات لري او له ایران سره په اړیکو او همداشان په سیمه کښې د شخړې د زیاتولو په تکل کښې دی.

د ایران د خارجه وزارت خبرپاڼه زیاتوي: د بریطانیا چارواکي دې پوه شي چې د ایران خلاف تورونه نه شي کولی چې له امریکې د دغه رژيم ړنده پیروي او په ایټمي موافقه کښې د خپلو ژمنو په پوره کولو کښې د لندن شرمناکه ناتواني او حتی د امریکې له ویرې د ایران خلکو ته د خپل سلګونه میلیون پونډه پور په ورستنولو کښې د بریطانیا د محکمې د حکم له اجرا کولو ډډه کول پټ کړي.

 

ټیګونه

کمنټونه