Jan 14, 2020 15:40 Asia/Kabul
  • تهران ته د قطر د امير د سفر اهميت ولې؟

د قطر امير شېخ تميم بن حمد آل ثاني د روانې جنورۍ د مياشتې په دولسمه تهران ته راغے. شېخ تميم په دغه سفر کښېد اسلامي انقلاب له معظم رهبر آيت ا... سيد علي خامنه اي او د ايران له ولسمشر ډاکټر حسن روحاني سره کتنه او خبرې اترې کړې دي.

تهران ته د قطر د امير سفر په مختلفو اړخونو کښې اهميت لري.

د اهميت وړومبے اړخ يې دا دے چې په ۲۰۱۳ کال کښې اقتدار ته له رسېدو نه پس ايران ته دا د شېخ تميم وړومبنے سفر دے. ايران او قطر سره له دې چې دوه ګاونډي هېوادونه دي،د ګېسو ګډو مېدانونه هم لري. د دواړو ګاونډي هېوادونو لپاره سياسي او اقتصادي تعلقات زيات اهميت لري. نوځکه د دوو اړخيزو تعلقاتو او د هغو د مضبوطولو د لارو چارو څېړل ايران ته د شېخ تميم د سفر يو دليل ؤ. په همدې لړ کښې هم د ايران ولسمشر حسن روحاني په راتلونکو څو مياشتو کښې د ګډ کمېشن د جوړولوخبر ورکړ.

د دغه سفر د اهميت دويم اړخ د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د تاوتريخوالي له زياتېدو سره اړوند دے.د امريکې د ترهه ګر حکومت لخوا د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د قدس ځواک د قوماندان جنرل قاسم سليماني په شهيدولو او بيا د عراق په عين الاسد کښې په امريکائي فوځي اډې باندې د پاسدارانو د لښکر په توغنده اي حملې سره

 د ايران او امريکې په تعلقاتو کښې تاوتريخوالے او همدارنګ د اېشيا په لويديځه سيمه کښې تاوتريخوالے  خپل ډېر اوچت حد ته اورسېد. د جنرل قاسم سلېماني له شهادت نه يوازې يوه ورځ وروسته د قطر خارجه وزير محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ايران ته راغے او له خارجه وزير محمد جواد ظريف سره يې په سيمه کښې د تاوتريخوالي د کمېدو په اړه خبرې اترې وکړې.

تهران ته د شېخ تميم په سفر کښې هم د فارس خليج او د هرمز د تنګۍ امنيت د خبرو اترو يوه اصلي موضوع وه. داسې ښکاري چې په دې اړه د قطر امير د امريکې لخوا يو پېغام هم لرلې وي. دې ته په پام سره چې د عمان باچا سلطان قابوس د ايران او امريکې ترمېنځ يو اصلي مېنځګړے ؤ او  د تېرې جمعې په ورځ وفات شو، شناندي دا باور لري چې دوحه کوشش کوي مسقط د تهران او واشنګټن ترمېځ د مېنځګړيتوب لپاره ځاے ناستے شي.

د دغه سفر د اهميت دريم اړخ د قطر او څلورو عربو هېوادونو يعني سعودي، امارات، بحرين او مصر ترمېنځ د تاوتريخوالي له رامنځته کېدو وروسته له قطر څخه د ايران له ملاتړ څخه د شېخ تميم قدرونه ده.

له دې وروسته چې د ۲۰۱۷ کال په جون کښې د قطر او دغو څلورو هېودونو تعلقات پرې شول او سعودي او انډيوالاو يې قطر محاصره کړ او په دغه هېواد يې  بنديزونه ولګول، د ايران اسلامي جمهوريت او ترکيې له دوحې څخه ملاتړ وکړ او په تېره بيا د ايران اسلامي جمهوريت له قطر سره د مرستې لپاره د خپلې فضاء د استعمالولو اجازه ورکړه. که د ايران ملاتړونه نه وو د قطر په خلاف محاصره او بائيکاټونو دغه هېواد له سختو مشکلاتو سره مخامخولې شوو. نو ځکه شېخ تميم د اسلامي انقلاب له معظم رهبر او ولسمشر سره په کتنه کښې وويل چې د تهران ملاتړونه به هيڅکله هېر نه کړي.

مهم ټکے دا دے چې په دې وروستيو مياشتو کښې له څلورو عربو هېوادونو سره د قطر د تعلقاتو د بحالولو ګنګوسۍ واورېدلې شوې او حتی د دوحې او رياض ترمېنځ يو لړ خبرې اترې هم اوشوې. له دې مخکښې سعودي له قطرسره د تعلقاتو د بحالولو لپاره  له ايران سره د تعلقاتو د محدودولو په شمول څو شرطونه اېښودلي وو. شېخ تميم ايران ته په راتلو او د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سياسي تعلقاتو د زياتولو په لازموالي باندې يې تاکيد وښودله چې له سعودي سره د تعلقات د هر ډول احتمالي بحالېدل به د تهران او دوحې په تعلقاتو هيڅ اثر ونه کړي.

---------

 

ټیګونه

کمنټونه