Jan 17, 2020 14:01 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران بلاغواړو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکوي

امریکایان له توغندی حملې وروسته پوه شوی چې که بیا ئې کوم حماقت وکړ ، نو له دې به هم لاسخت او کلک ځواب ووینی .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د  ا سلامی ایران دفاع وزیر سردار امیر حاتمی بیګا  د ترکیې له دفاع وزیر جنرال خلوصی آکار سره په ټیلیفونی تماس کې  زیاته کړې ،   امریکایانو یو ځل بیا خپله جنایتکاره څیره  دنړیوالو نندارې ته وړاندې کړې  او  خپل ترهه ګرماهیّت  ئې پر ټولو اثبات کړی دی .

سردار حاتمی د شیهد جنرال قاسم  سلیمانی  په ترور کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ سټراټژیکې او محاسباتی تیروتنې ته پ اشارې سره  روښانه کړې ،د جنرال سلیمانی او ورسره دملګرو شهادت به  هیڅکله هم د مقاومت د پای ټکی نشی  او د مقاومت د چورلیز په ګردو کې د تازه وینې د جریان لامل شی .

 داسلامی ایران دفاع وزیر  ددې خبرې په کولو سره چې  اسلامی ایران  له ځانه په دفاع کې  په محدود اقدام او له ځای توغندوی توانه په استفادې سره  د  امریکا ستر پوځی مرکز په نښه کړی ،وئیلی دی ، امریکایان  له دغه اقدامه وروسته پوه شوی چې که بیا ئې  کوم حماقت وکړ ، نو له دې به  هم لاسخت  او کلک ځواب ووینی .

 د ترکیې دفاع وزیر  خلوصی آکار هم  په دغه تماس کې  دجنرال سلیمانی د شهادت په مناسبت په تسلیّت و ئیلو سره  وئیلی ،  په سیمې کې د تاؤتریخوالی او بې ثباتۍ رامینځةکول  د  سیمې دیوه هیواد په ګټه هم نه دی .  هغه زیاته کړې ،  انقره تل  د  دوو اړخیزو او سیمه ایزو  موضوعګانو په باب له تهران سره  د تعاملاتو د دوام غوښتونکی ده .

 

ټیګونه

کمنټونه