Jan 17, 2020 16:02 Asia/Kabul
  • د تهران دجمعې لمانځه تاریخی خطبې د مسلمینو د ولی امر په امامت کې

د اسلامی انقلاب د معظم لارښود او د مسلمینو د ولی امر حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په امامت کې دتهران جمعې لمانځه ته په درستې سیمې او نړۍ کې ډیر زیات خبری پوښښ ورکړل شوی او وئیل کیږی ، چې د امریکا سی این این ، فکس نیوز ،د فرانسې فرانس ۲۴، ډویچه ویله ، المینار ، الجزیره، المیادین او نورونړیوالو په لسګونو ټیلیویژنی چینلونو د مسلمانانو دولی امر دجمعې لمانځه خطبو ته په ژوندۍ خپرونو کې پوښښ ورکړی.

زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامیانقلاب معظم لارښود او مسلمینو ولی امر حضرت آیت ا...العظمی سیدعلی خامنه ای نند  تهران د جمعې لمانځه په خطبوکېروښانه کړې ، که په شخصی او  ټولنیزو  مسئلو کې آسانتیاوې او حل غواړو ،نو باید  الهی تقوا ته مخه کړو ، ټول باید هڅه وکړو چې  الهی تقوا  دخپل کار معیار وګرځوو .

 د تهران د جمعې لمانځه خطبې  له نهو کلونو وروسته یو ځل بیا د ولی امر مسلمین  په امامت سره نن په داسې حال کې ترسره  شوی ، چې  په سیمې کې  حالات د پردیو په لاسوهنې او  دسیسو جوړونې سره تر ډیره حده ترینګلی دی  او په همداوروستیو کې د  مقاومتی چورلیز د نامتو کمانډر او خدای غواړی  قوماندان جنرال قاسم سلیمانی او  دهغه د ملګرود شهادت  او وینې په برکت سره  په سیمې په تیره بیا  دایران او عراق په ولسونو کې د اتحاد اویووالی نغازې غږولی او په سیمې کې یو ځل بیا د استعمار ګر او جنایتکار استکباری  او نړیوال ترهه ګر  امریکائی حکومت په ضد کرکه اونفرت اوج ته رسیدلی او داسې ښکاری نوره  په سیمې کې د امریکائی ترهه ګرو پوځیانو دپاتکیدو نور هیڅ ځای نه دی پاتې شوی .

Image Caption

 

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای فرمائیلی دی ، دعراق په عین الاسد امریکائی ترهه ګر پوځی مرکز باندې د سپاه پاسدارانو توغندوی حمله یو داسې سخت او دروند ګوزار ؤ چې د امریکا د زبرځواکۍ باؤؤ  ئې نندارې ته وړاندې کړ او د  الهی نصرت او  مرسته او دایران  پیاوړی قدرت ئې نندارې ته وړاندې کړ او درستې نړۍ ته ئې وښودله چې  د ایران ملت هیڅکله هم  هغه خبره چې ئې وکړی ،نو په عمل کې ئې هماغه شان کوی .

د مسلمینو  ولی امر دخپلو خطبو په دوام کې روښانه کړې ،تیرې  دوې  اونۍ پر مونږ ډیرې سختې تیرې شوی  په دغو کابو دو اونیو کې  د ایران د ملت لپاره د زیات  درس زده کونکی  پیښې رامینځة شوی، ځینی تراخې او ځینی هم ډیرې خوږې پیښې وې     چې باید  د تل لپاره په یاد وساتل شی. دوی روښانه کړې ، د امریکا جنایتکارو تیریګر او وحشی ډوله  حکومت پر مخ د درندې څپیړې ورځ   او د مقاومت د چورلیز د قوماندان جنرال قاسم سلیمانی د جنازې د دستورو شپې ورځې باید د یوم ا...  په توګه  یاد وساتل شی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  روښانه کړې ، د ایران ملت  دغه دوه ورځې یعنی د مقاومت د شهیدانو د جنازو د دستورو ورځ او  دامریکا په  مخ د درندې څپیړې ورځ  ایام ا... دی  او د تاریخ یوه  مهمه برخه ئې جوړه کړې ده  دا کومې عادی ورځې نه وې . دا چې یو میړنی ملت دا  روحیه او توان لری ، چې  یوه کبرجن او سرزوری جنایتکار حکومت یعنی د امریکا په مخ درنده څپیړه وهی ،نو دا د  الهی قدرت د لاس نښه  ده ، په همدې خاطر دا ورځ  د ایام ا.... برخه ده . دغه شپې ورځې پای ته رسیدلی خو  اغیزې ئې د ملتونو په ژوند کې تل پاتې کیږی . د ملتونو روحیه ،  د ملتونو  کړنې ، ملتونو لاره  ئې مشخصه کړې ده  او اغیزې ئې هم تل پاتې شوی دی .

Image Caption

 

وروستی راپورونه ښئ چې د اسلامی  انقلاب د معظم لارښود  او د مسلمینو د ولی امر حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په امامت کې  دتهران جمعې لمانځه  ته  په درستې سیمې او نړۍ کې ډیر زیات خبری پوښښ ورکړل شوی او وئیل کیږی،چې د امریکا  سی این این ، فکس نیوز ،د فرانسې   فرانس ۲۴، ډویچه ویله ، المینار ، الجزیره، المیادین  او نورونړیوالو په لسګونو  ټیلیویژنی چینلونو د  مسلمانانو دولی امر  دجمعې لمانځه خطبو ته  په ژوندۍ خپرونو کې پوښښ ورکړی او وئیلی ئې دی ،  چې د ایران  درست ملت  په تیره بیا د تهران  خلکو یو ځل بیا  له  خپلې رهبرۍ او اسلامی نظام سره  خپل بیعت نوی کړی او  ښودلې ئې ده چې په هرډول شرائطو کې  خپل اسلامی انظام او ولی فقیه ته وفادار او  دخپل ټاټوبی د دفاع لپاره  هر وخت تیار دی .  

 راپورونه ښئ  چې  د تهران درسته فضا نن یو ځل بیا مړه دې امریکا او مړۀ دې وی اسرائیل له چغو ډکه شوی  او وئیل کیږی ، چې  د تهران د جمعې لمانځه د خطبو   د خبری پوښښ لپاره په سلګونو داخلی او بهرنی خبریالان او فلم جوړونکی  په  عیدګاه او بهر سړکونو باندې موجود وو او تر وروستیو پورې ئې  دخپلو چینلونو لپاره په ژوندی ډول  دغو دستورو ته انعکاس ورکاوۀ .

 

ټیګونه

کمنټونه