Jan 18, 2020 05:05 Asia/Kabul
  • د ایران ولس له خپل اسلامی نظامه یوځل بیابشپړملاتړ وکړ

د انګلستان دکشتۍ درول ، د امریکا دجاسوسی بې پیلوټه الوتکې نسکورول ، او په عراق کې د امریکائی ترهه ګرپوځ د ترټولو ستر پوځی مرکز په توغندیو ویشتل ، له استکبار سره په مقابلې کې د ایران ویاړمن اقدامات بلل شوی دی .

زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ایران په درستو ښارونو کې پرون له جمعې لمانځه وروسته  د  امریکا په وړاندې  داسلامی جمهوری نظام  له اقتدار او صلابت څخه  په ملاتړ کې  میلیونی لاریونونه کړی دی .

 د ایران  ولس په درستو ښارونو کې  د جمعې لمانځه له قایمولو وروسته د میلیونی لاریونونو په جوړولو سره  د امریکا د بیا بیا جنایتونو او د ایران په چارو کې د انګلستان  دلاسوهنې په  سختو ټکو سره په محکومولو سره ،  د ایران له اسلامی جمهوری نظام   او د اسلامی انقلاب له سپاه پاسدارنو څخه  خپل بشپړ  ملاتړ اعلان کړی دی .

  د ایران ولس ، ددغه میلیونی لاریون په پای کې  د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره،  له اسلامی جمهوری نظام او د  ایران ولس سره د امریکا او انګلستان  د دښمنیو اصلی علت ، پر ایران ددغو هیوادونو د سلطې او   لاسوهنو پای بللی  دی .  په دغه پریکړه لیک کې همداراز راغلی دی ، ایران  مرحلو په مرحلو ، له خپلواکۍ  ، غوړیدا او اقتدار ته رسیدلی  چې پر سلطې او  سلطې منلو پر مطلقې نفی کولو سربیره ئې ، له نړیوال استکبار سره په بیلابیلو سیاسی،رسندوئی ،اقتصادی،پوځی ډ ګرونو کې  په یو وخت په کلک هوډ او مقاومت سره،ئې غلیمانو ته سخت ګوزارونه ورکړی  او  د امریکا، انګلستان،صهیونیسټی رژیم او د هغو مرتجعومتحدانو  ډَډ باؤؤ  ئې نندارې ته وړاندې کړی دی .

 په دغه پریکړه لیک کې همداراز د انګلستان دکشتۍ درول ، د امریکا دجاسوسی بې پیلوټه الوتکې نسکورول ،  او په عراق کې د امریکائی ترهه ګرپوځ د ترټولو ستر پوځی مرکز په توغندیو ویشتل ، له استکبار سره  په مقابلې کې د ایران  ویاړمن اقدامات بلل شوی دی .په دغې اعلامیې کې همداراز د ا یران د وسلوال ځواک د سرښیندنو  په قدرونې او ملاتړ سره ، د امریکا د وحشی ډوله دسیسو په وړاندې  داسلامی مقاومتی جبهې څخه  هراړخیز ملاتړ  خپله  انسانی او دینی  د نده بلل شوې ده .

 

ټیګونه

کمنټونه