Jan 18, 2020 06:40 Asia/Kabul
  • د اوکراینی الوتکې نسکوریدا دې سیاسی نه شی

د اسلامی ایران د خارجه وزارت ویندوی سید عباس موسوی هم پرون په دغې پیښې کې د تاوانی شوو هیوادونو له حکومتونو غوښتی دی،چې انسانی موضوعګانې په تیره بیا د اوکراین دنسکورې شوی الوتکې غمیزې ته دې سیاسی رنګ نه ورکوی .

فارس خبری آژانس راپورورکړ  د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف بیګا  په ټولنیز پیغام کې  دعمان په  مسقط کې  د کینیډا له خارجه وزیر  فرتانسوا فیلیپ شامپین سره  خپلې کتنې ته په اشارې سره  وئیلی دی ، دواړو لورو په دغې کتنې کې د د اوکراینی الوتکې د نسکورې د ټریژیدئ  له امله  د تاوانی شوو ملتونو ترمینځ د کنسولی ، تخنیکی  او حقوقی  ملګرتیاو په باب  خبرې اترې کړی دی.

  جواد ظریف ددې خبرې په کولو سره چې  ایران او کینیډا خارجه وزیرانو په دغې کتنې کې د اړونده کارپیژاندو ترمینځ د اطلاعاتو د مبادلې  د دوام په باب  سره موافقه  کړې ، ټینګار کړ یدی ،  باید ددغې ټریژیدئ   دسیاسی کیدا مخنیوی وشی  او د ټولو تمرکز د قربانیانو پر کورنیو وشی . 

 د اسلامی ایران د خارجه وزارت ویندوی  سید عباس موسوی  هم پرون   په دغې پیښې کې د تاوانی شوو  هیوادونو له  حکومتونو غوښتی دی ،  چې انسانی موضوعګانې  په تیره بیا د اوکراین دنسکورې شوی الوتکې غمیزې ته دې سیاسی رنګ نه ورکوی .

 له تهران سره نزدې تیره اونۍ د اوکراین  دیوې مسافری الوتکې په نسکوریدا کې  سوارۀټول ۱۷۶مسافران په حق رسیدلی چې  په هغو کې یو سل اوه څلویښت مسافران ،  د ایران او نوره  د اوکراین ، سویډ ،افغانستان ، کینیډا او بریتانیا ښاریز وو .

 

ټیګونه

کمنټونه