Jan 18, 2020 12:18 Asia/Kabul
  • د تهران د مرغومې د اته ویشتمې نیټې ځینې مطبوعات

د خلکو د غچ کوکه د سپاه د توغندویو سونګ وو

د ایران ټولو ورځپاڼو د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کې د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای مهو ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی .

کیهان ورځپاڼۍ هم په خپل لومړی مخ د لکونو خلکو انځور چاپ کړی دی چی په جمعې لمانځه کې شرکت کړی دی او د رهبرۍ د ستر مقام له مهمو ویناو دغو ټکیو ته اشاره کړی ده چی فرمایلی یې دی د خلکو د غچ کوکه د سپاه د توغندویو سونګ وو .ورځپاڼې په دې هکله په یوه مفصل راپور کی لیکلی دی  د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سیدعلی خامنه ای د  تهران د جمعې لمانځه په خطبوکې روښانه کړه که په شخصی او  ټولنیزو  مسئلو کې آسانتیاوې او حل غواړو نو باید  الهی تقوا ته مخه کړو ، ټول باید هڅه وکړو چې  الهی تقوا  دخپل کار معیار وګرځوو .

 د تهران د جمعې لمانځه خطبې  له نهو کلونو وروسته یو ځل بیا د ولی امر مسلمین  په امامت سره په داسې حال کې ترسره  شوی ، چې  په سیمې کې  حالات د پردیو په لاسوهنې او  دسیسو جوړونې سره تر ډیره حده خراب دی  او په همداوروستیو کې د  مقاومتی چورلیز د نامتو او خدای غواړی  قوماندان جنرال قاسم سلیمانی او  دهغه د ملګرود شهادت  او وینې په برکت سره  په سیمې په تیره بیا  دایران او عراق په ولسونو کې د اتحاد اویووالی نغارې غږولی او په سیمې کې یو ځل بیا د استعمار ګر او جنایتکار استکباری  او نړیوال ترهه ګر  امریکائی حکومت په ضد کرکه اونفرت اوج ته رسیدلی او داسې ښکاری په سیمې کې د امریکائی ترهه ګرو پوځیانو دپاتکیدو نور هیڅ ځای نه دی پاتې شوی .

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای فرمائیلی دی ، دعراق په عین الاسد امریکائی ترهه ګر پوځی مرکز باندې د سپاه پاسدارانو توغندوی حمله یو داسې سخت او دروند ګوزار ؤ چې د امریکا د زبرځواکۍ باؤؤ  ئې مات کړ او د  الهی نصرت او  مرسته او دایران  پیاوړی قدرت ئې نندارې ته وړاندې کړ او درستې نړۍ ته ئې وښودله چې  د ایران ملت هیڅکله هم  هغه خبره چې ئې وکړی ،نو په عمل کې ئې هماغه شان کوی .

د مسلمینو  ولی امر دخپلو خطبو په دوام کې روښانه کړې ،تیرې  دوې  اونۍ پر مونږ ډیرې سختې تیرې شوی  په دغو کابو دو اونیو کې  د ایران د ملت لپاره د زیات  درس زده کونکی  پیښې رامینځة شوی، ځینی تراخې او ځینی هم ډیرې خوږې پیښې وې     چې باید  د تل لپاره په یاد وساتل شی. دوی روښانه کړې ، د امریکا جنایتکارو تیریګر او وحشی ډوله  حکومت پر مخ د درندې څپیړې ورځ   او د مقاومت د چورلیز د قوماندان جنرال قاسم سلیمانی د جنازې د دستورو شپې ورځې باید د یوم ا...  په توګه  یاد وساتل شی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  روښانه کړې ، د ایران ملت  دغه دوه ورځې یعنی د مقاومت د شهیدانو د جنازو د دستورو ورځ او  دامریکا په  مخ د درندې څپیړې ورځ  ایام ا... دی  او د تاریخ یوه  مهمه برخه ئې جوړه کړې ده  دا کومې عادی ورځې نه وې . دا چې یو میړنی ملت دا  روحیه او توان لری ، چې  یوه کبرجن او سرزوری جنایتکار حکومت یعنی د امریکا په مخ درنده څپیړه وهی ،نو دا د  الهی قدرت د لاس نښه  ده ، په همدې خاطر دا ورځ  د ایام ا.... برخه ده . دغه شپې ورځې پای ته رسیدلی خو  اغیزې ئې د ملتونو په ژوند کې تل پاتې کیږی . د ملتونو روحیه ،  د ملتونو  کړنې ، ملتونو لاره  ئې مشخصه کړې ده  او اغیزې ئې هم تل پاتې شوی دی .

د رهبرۍ سترمقام همداراز فرمایلی دی د خبرو اترو میز شا ته جنټلمینان هماغه د بغداد د هوایی ډګر ترهه ګر دی .

 

جمهوری اسلامی

دغې ورځپاڼۍ هم د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کی د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ویناو په اړه مفصل راپور چاپ کړی دی او په خپل لومړی مخ یې لیکلی دی د رهبرۍ ستر مقام د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کی فرمایلی دی د ایران لا پیاوړی کولو لپاره ملی همت د ایرانیانو د عزت د لارې د دوام یوازنۍ لاره ده .

نیویارک ټایمز لیکلی دی ټرمپ به  د سردار سلیمانی په ترور سره  د داعش د ترهه ګرې ډلګۍ ژغورونکی وپیژندل شی .

عراق له امریکا سره د ګډو عملیاتو له سره پیلول رد کړل .

انګلستان د لبنان حزب ا...غورځنګ په بشپړه توګه د ترهه ګرو په لیسټ کې شامل کړ .

ظریف ویلی دی د اوکراینی الوتکې نسکوریدا دې سیاسی نه شی . د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف  په ټولنیز پیغام کې  دعمان په  مسقط کې  د کینیډا له خارجه وزیر  فرتانسوا فیلیپ شامپین سره  خپلې کتنې ته په اشارې سره  وئیلی دی ، دواړو لورو په دغې کتنې کې د د اوکراینی الوتکې د نسکورې د ټریژیدئ  له امله  د تاوانی شویو ملتونو ترمینځ د کنسولی ، تخنیکی  او حقوقی  ملګرتیاو په باب  خبرې اترې کړی دی.

  جواد ظریف ددې خبرې په کولو سره چې  ایران او کینیډا خارجه وزیرانو په دغې کتنې کې د اړونده کارپیژاندو ترمینځ د اطلاعاتو د مبادلې  د دوام په باب  سره موافقه  کړې ، ټینګار کړ یدی ،  باید ددغې ټریژیدئ   دسیاسی کیدا مخنیوی وشی  او د ټولو تمرکز د قربانیانو پر کورنیو وشی .

 له تهران سره نزدې تیره اونۍ د اوکراین  دیوې مسافری الوتکې په نسکوریدا کې  سوارۀټول ۱۷۶مسافران په حق رسیدلی چې  په هغو کې یو سل اوه څلویښت مسافران ،  د ایران او نوره  د اوکراین ، سویډ ،افغانستان ، کینیډا او بریتانیا ښاریز وو .

ایران

د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د تهران د جمعې لمانځه په تاریخی خطبه کی فرمایلی دی له خبرو اترو باک نلرو خو نه له امریکا سره . د انقلاب معظم لارښود همداراز فرمایلی دی د الوتکې د نسکوریدا پیښه ډیره ترخه وه او په حقیقی معنا زمونږ زړونه یې وسوزول .

د چین د خارجه وزارت ویاند وانګ يي وویل دغه هیواد د کشمیر مسله د ملګروملتونو د منشور او د امنیت شورا د پریکړه لیکونو پراساس حل کیدل غواړي .

د عراق دعین الاسد دمرکزټپیان جرمنی اوکویت ته وړل شوی . د واشنګټن چارواکو تر دې دمه ادعا کوله چې په عین الاسد پوځی مرکز د ایران توغندوی حملې هیڅ ډ ول مرګ ژوبلې نه دی ا ړولی خو اوس ورو ورو رسندویو ته د حملې معلومات ورکوی .

د ایران دفاع وزیر ښاغلی حاتمی ویلی دی امریکا د ایران توغندوی توان ته تسلیمه شوه .

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه