Jan 18, 2020 16:48 Asia/Kabul
  • د ایران خلاف فضاجوړونه، دا ځل په فوټبال کښې

د ایران د فوټبال فیډریشن پرون د آسیا د فوټبال کنفډریشن له خوا یو رسمي لیک ترلاسه کړ.

په دغه لیک کښې ویل شوې دي چې د آسیا د فوټبال کنفډریشن د سیالیو کمیټي نیت لري چې په نوي پړاؤ کښې د ایراني لوبډلو په کوربه توب د ایشین چیمپیئن لیګ مقابلې د هغه څه په وجه چې ایران یې ناامنه بللی دی، په یو بې پلوه هیواد کښې ترسره شي.

البته د ایران د فوټبال فیډریشن ته منتقل شوې فیصله د آسیا د اتلولۍ د لیګ د سیالیو د کمیټې د نظر له مخې شوې ده او د آسیا د فوټبال کنفډریشن مشرتابه پلاوي یې په اړه تراوسه خپل فاینل نظر نه دی اعلان کړی. په عین حال کښې د فوټبال فډریشن په دغې غیرمنطقي فیصلې باندې خپل اعتراض اعلان کړی دی.

دا فیصله حتی که پریکنده او عملي نه هم شي خو د داسې تحرکاتو نښه ده چې د ایران د ناامنه ښودلو د سناریو په چوکاټ کښې پلان شوې ده. دا فضا جوړونه د تهران په کوربه توب د چیمپینز لیګ په پلی آف مرحله کښې د دوشنبې په ورځ د الکویت او استقلال ټیمونو د سیالۍ په درشل کښې رامینځته شوې ده. تیره پنجشنبه ځینو عرب رسنیو د کویت د الرأی ورځپاڼې له قوله ولیکل چې الکویت کلب د ایران حالاتو ته په پام سره، له استقلال سره د لوبې لپاره تهران ته د تګ نیت نه لري او په هم دې وجه یې په یو بې پلوه هیواد کښې د یادې سیالۍ د کیدو غوښتنه کړې ده.

دا مصنوعي فضا جوړونه په داسې حال کښې  په سپورټ کښې د یوې سیاسي پریکړې سبب شوې ده چې د ایران د فوټبال فیډریشن مسئولیانو ویلي چې د سیالیو د خوندي او ترسره کولو لپاره یې د آسیا د فوټبال کنفډریشن (AFC) چارواکو ته ضروري ضمانتونه ورکړې دي.

د (AFC) د سیالیو د کمیټې له خوا شوې پریکړه د فوټبال د قوانینو او اصولو خلاف او هم داشان د (AFC) د اساسنامې د څلورمې مادې او هم داشان د فیفا د اساسنامې د دیارلسمې مادې له مفادو سره په ټکر کښې ده. جوته ده چې دا د ایران د فوټبال ټیمونو حق دی چې د خپلو تماشه چیانو له شتونه ګټه واخلي. د ایران د اسلامي جمهوریت فوټبال فډریشن هم دا حق لري چې د فیفا د اساسنامې د ۵۹ او ۶۰ موادو د مفادو له مخې د سپورټ د حکمیت په محکمې (CAS) کښې شکایت مطرح کړي.

په لوبو او سپورټ کښې د سیاست دخالت او داسې پریکړې چې د ورزش روح او روغتیا یې ککړه کړې، سبب شوې چې د فارس خلیج د څنډې د هیوادونو عرب واکمنان دا ځل د فوټبال په میدان کښې زړه سپک کړي. څنګه کیدی شي چې د فوټبال آسیايي فډریشن د ایران او عربستان ترمینځ د کشالې له پیښې څو کاله وروسته لاهم نه دی توانیدلی چې سعودي لوری په ایران کښې د چیمپینز لیګ د سیالیو ترسره کولو ته مجبور کړي خو د ایران خلاف د سیاسي فضا جوړونو په وړاندې سمدستي فیصله کوي.

د دې بهیر دوام به ایشین فوټبال خامخا له جدي چیلنجونو سره مخامخ کړي. په دې لړ کښې وروستۍ او فاینل پریکړه له ککړو سیاسي بهیرونو څخه د آسیا د فوټبال کنفډریشن د اغیزمننې د سنجولو لپاره یو بڅرکی کیدی شي چې د ځینو عرب هیوادونو له دسیسو سره سره په دې پړاؤ کښې هڅه کوي د فوټبال فضا هم په سیاست ککړه کړي. دا فیصله د اصولو خلاف ورزي او د فوټبال فډریشن د ملي او نړیوال اعتبار په تاوان ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه

کمنټونه