Jan 19, 2020 12:52 Asia/Kabul
  • په برجام کښې د اروپا د غېرعادلانه چلند په اړه د ايران خبردارے

د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر وويل، په برجام کښې اختلافاتو د هواري مېکانيزم په استعمال کښې د اروبا غېر عادلانه چلند په صورت کښې ايران د اېټمي انرجۍ له نړيوال اژانس سره په ملګرتيا کښې جدي فېصله کوي.

اروپائي ټروئيکا يعني جرمني، برطانيې او فرانسې د جنورۍ به څوارلسمه نېټه په بروکسل کښې په يوې بيانيه کښې په برجام ايټمي موافقه کښې د اختلافاتو د هواري مېکانېزم فعال کړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې علي لاريجاني د جرګې په نننۍ څرګنده غونډه کښې په برجام ايټمي موافقه کښې د اختلافاتو د هواري له مېکانېزم څخه په استفاده کښې دريو اروپائي هېوادوو اقدام ته په اشارې سره وويل:د اروپائي هېوادونو يو وزير په واضحه توګه وويل چې امريکې اروپايان ګواښلي دي چې که د اختلافاتو د هوارې مېکانېزم استعمال نه کړينو امريکې ته د ګاډو د وارداتو ټېکس به پيځويشت فيصده زيات کړي.

لاريجاني زياته کړه، ډېره د افسوس خبره ده چې امريکه د اروپا يو مضبوط هېواد له سپکاوي نه ډک او يو غېر عادله چلند ته مجبور کړے دے.

د ايران د اسلامي شورا د  جرګې مشر همدارنګ  د خپلو برجامي ژمنو په اجرا کښې د اروپايانو د بدقولۍ په ذکرولو سره وويل، په ايټمي مسئله کښې د امريکې د غليمانه چلند څه د پاسه يو کال تيريږي او راوپا يوازې سياسي بيانيه ورکړې ده.لاريجاني په دې باندې په تاکيد سره چې ايران ګواښ کونکے هېواد نه دے وويل، ايران به د اروپايانو له چلند سره متناسب اقدام ترسره کړي.

 

ټیګونه

کمنټونه